د جګړې ملکي قربانیانو د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپلې پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیال اسدالله سعادتي په حضور کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکرهکوونکي پلاوي نورو غړو مولوي عطاءالله لودین، حبیبې سرابي، فوزیې کوفي، باتور دوستم او شریفې زرمتۍ وردګ، د حکومتي ادارو چارواکو او د جګړې د ملکي قربانیانو په استازیتوب 49 کسانو ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې په معرفۍ کې وویل چې دغه ناسته له هغو دوهویشتو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د ناستو پر دوام جوړه شوې ده چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې یې ګډون کړی و.
دې د دغې ناستې د اهمیت په اړه وویل، د جګړې قربانیان له هغو پاړکو څخه دي چې باید د سولې په بهیر کې یې غږ واورېدل شي او تر مذاکراتو په وروسته پړاو کې یې دردونه ټکور شي.
بل پلو د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت څخه د دغسې ناستو د جوړولو له امله مننه وکړه او له مجازي دریڅو څخه یې له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د خلکو نښلول ښه نوښت وباله.
ښاغلي سعادتي وویل چې باید د افغانستان د خلکو دردونه ټکور شي او د شهیدانو او د شهیدانو د هغو کورنیو حقونو ته پام وشي چې قرباني یې ورکړې ده. ده ټینګار وکړ، داسې سولې ته اړتیا ده چې لږ تر لږه د جګړې زیانمنو، قربانیانو او شهیدانو ته ځواب ووايي.
همدارنګه ده وویل چې په دوحه کې مذاکرهکوونکی پلاوی په نوښت، یووالي، همغږۍ، جدیت، قاطعیت، همدارنګه پراخ او لوړ نظر سره معقولې او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي او د افغانستان ټول خلک د هغوی ملاتړ کوي.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي لیدلوری دا دی چې د عادلانه سولې په خاطر چې ټول ترې برخمن شي، باید د جګړې ټولو قربانیانو ته ژوره رسېدنه وشي.
ده د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د رول پر اهمیت ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: د جګړې د قربانیانو نظرونه به له موږ سره مرسته وکړي چې له مقابل لوري سره په مذاکراتو کې وکولی شو په پلان جوړونه کې د هغوی د نظرونو په شاملولو سره، د هغوی حقونو ته د رسېدو په برخه کې مرکزي رول ورکړو.
ورپسې د جګړې قربانیانو له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپلې خبرې، پوښتنې او غوښتنې شریکې کړې.
د جګړې یوې قرباني هما عزیزي وویل، سوله زموږ ژوند بدلولی شي او جګړه مو لا ډېر زیانمنولی شي. دې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرېږي او د سولې په بهیر کې دې د جګړې قربانیانو ته ونډه ورکړل شي.
د شهیدانو د وارثانو شورا رئیس نداءالحق شملزي هم وویل، له مذاکرهکوونکي پلاوي څخه د جګړې د قربانیانو غوښتنه دا ده چې پر سوله کار وکړي. ده له طالبانو وغوښتل چې خپلې ګټې دې په سوله کې ولټوي.
د شهیدانو او معلولینو د سرتاسري شورا رئیس مسعود صافي وویل، د سولې لوی فرصت برابر شوی. د افغانستان خلک هیلهمن دي چې د سولې مذاکرات ښې پایلې ولري او په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي. ده له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي تر څو مذاکرات په آرامه فضا کې وشي.
ښاغلي صافي د افغانستان د خلکو د وروستیو کلونو لاستهراوړنې د جګړې د قربانیانو د وینو پایله وبلله او د هغو پر ساتلو یې ټینګار وکړ.
د شهیدانو د اولادونو د ملي مجمع د شورا رئیس حبیبالرحمن بخشي وویل چې مذاکرات باید عدالت، حقیقت او د زیانونو جبران ته د قربانیانو د لاسرسي زمینه برابره کړي او په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي ختمېدل تضمین کړي.
ده د جګړې د قربانیانو لپاره د «حقیقتموندنې او مستندولو» د یوې خپلواکې او تخصصي ادارې د جوړېدو غوښتنه وکړه تر څو د جګړې او تاوتریخوالي د ناوړه پېښو په روښانه کېدو او د افغانستان د قربانیانو په ټکورولو کې مرسته وکړي، همدارنګه د سولې د ټولنیزو ستنو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان د بشري حقونو او ډيموکراسۍ مؤسسې رئیس هادي معرفت وویل چې قربانیان د جګړې اصلي زیانمن دي. ده زیاته کړه چې د جګړې قربانیان قربانيمحوره او عدالتمحوره سوله غواړي.
ده ټینګار وکړ چې قربانیان باید د یوې ذینفعې ډلې په توګه وپېژندل شي؛ په دې معنا چې قربانیان د اجنډا او پالیسيو په ټاکلو او د سولې د هوکړهلیک په لیکلو او تر سولې په وروسته پرېکړو کې مستقیم رول ولري.
ورپسې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د جګړې د قربانیانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل.
مولوي عطاءالله لودین وویل، د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی د اساسي قانون په رڼا کې د جګړې د قربانیانو دفاع کوي او کوم داسې کار به ونهشي چې د هغوی له غوښتنې، اساسي قانون او شریعت سره په ټکر کې وي. ده زیاته کړه چې ناروا جګړه باید پای ته ورسېږي. موږ د سولې مذاکراتو په هره اړونده اجنډا کې د جګړې د قربانیانو دفاع کوو او د هغوی حقونه مو په پام کې دي. موږ به د عادلانه سولې زمینه برابره کړو.
شریفې زرمتۍ وردګ هم وویل، پلاوی مسؤول دی چې د افغانستان د خلکو ټول ارزښتونه او د جګړې د قربانیانو حقونه وساتي. همدارنګه دې زیاته کړه چې ګډ میکانیزمونه جوړ شوي او د هغو له لارې د قربانیانو نظرونه، اندېښنې او وړاندیزونه ترلاسه کوي.
همدارنګه آغلې زرمتۍ وویل چې د مذاکرې د دواړو لورو د جګړې د قربانیانو حقونه باید مراعات شي.
فوزیې کوفي وویل، هغه موارد چې په دې ناسته کې د جګړې قربانیانو مطرح کړل د مذاکرهکوونکي پلاوي اساسي کرښې دي.
دې زیاته کړه چې په ټولو ناستو کې د قربانیانو پر حقونو خبرې شوې دي او اړتیا ده چې د دواړو لورو له مذاکرهکوونکو سره په مخامخ ناستو کې د قربانیانو د حضور زمینه برابره شي.
باتور دوستم د خلکو تر منځ یووالی مهم وباله او ویې ویل، مذاکرهکوونکی پلاوی په یوه غږ د افغانستان د خلکو د حقونو دفاع کوي او تر څنګ یې د افغانستان په داخل کې همغږي ځانګړی اهمیت لري. ده زیاته کړه چې د خلکو قربانۍ د دې لامل شوې دي چې موږ نن د سولې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ګډو ارزښتونو دفاع وکړای شو. د دغه پاړکي استازیتوب ویاړ دی.
حبیبې سرابي له خلکو سره د دغه پلاوي ارتباطي ميکانېزمونو ته په اشارې سره وویل چې ذینفعه ډلې کولی شي په ولسي بسیج او ملي او نړیوالو بنسټونو ته په مراجعې سره د جګړې د قربانیانو د غوښتنو په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د ناستې په راټولونه کې وویل چې قرباني محوره عدالت د مذاکرهکوونکي پلاوي د بحث له اساساتو دی او د جګړې د قربانیانو دفاع او د ډېرې قربانۍ مخنیوی زموږ اېماني او اخلاقي مسؤولیت دی. نوموړي همدا راز وویل چې د سولې بهیر اصلي ګټونکې باید د قربانیانو کورنۍ وي او باید له خپلو بشري حقونو برخمنې شي.
ښاغلي نادري همدا راز وویل په داسې یوه ګډه کمېته به کار وکړو چې د جګړې د قربانیانو، د هغوی د ملاتړو، د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي یې غړیتوب ولري. ده زیاته کړه، چې د نورو هېوادونو تجربو ته په پام سره د جګړې د دواړو لورو د قربانیانو حضور د مذاکراتو بهیر د چټکتیا لامل کېږي.
په دغه ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت لهخوا جوړه شوې وه، د شهیدانو د وارثانو شورا، د افغانستان د ښځو لپاره د سولې او آزادۍ مؤسسې، د معلولینو او د جګړې له قربانیانو د ملاتړ ټولنیز مرکز، د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې، د شهیدانو د اولادونو ملي مجمع، د معلولینو د سرتاسري شورا، د بشري حقونو او ډېموکراسۍ مؤسسې، د عدالت لپاره د ښځو د پیوستون مؤسسې استازو او د هلمند د ښځو ډلې «د سولې د خېمې دروونکو» او سردار داوودخان سل بستریز روغتون، دشت برچي او موعود ښوونیز مرکز د پېښو په شمول د جګړې یو شمېر ملکي قربانیانو هم ګډون وکړی و.
