د جګړې قربانیانو ته د رسېدنې چارې د اړوندو بنسټونو تر منځ لا ډېر انسجام ته اړتیا لري
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر لعلالدین آریوبي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د جګړې د قربانیانو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو، کار موندلو او د حج په پروسه کې یې د شاملولو په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم د جګړې د قربانيانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هڅو او کړنو مننه وکړه او ویې ویل، د دې لپاره چې د حکومت د هڅو موثریت ډېر شي، د جګړې قربانیانو ته د رسېدنې چارې د اړوندو بنسټونو تر منځ لا ډېر انسجام ته اړتیا لري.
