د جګړې د قربانیانو کمېټې د جوړولو لپاره د همغږۍ ناسته وشوه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۳۰
smp

د جګړې د قربانیانو کمېټې د جوړولو لپاره د همغږۍ ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د جګړې د قربانیانو د حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو یو شمېر استازو هم ګډون پکې کړی و.

د ناستې په پیل کې ډاکتر عالمې د جګړې له قربانیانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مخکېنیو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د جګړې د قربانیانو په غوښتنه د جګړې د قربانیانو د انسجام او د دغه پاړکي د غږ یوځای کولو لپاره یوې کمېټې جوړلو ته اړتیا ده.

دې وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د جګړې د قربانیانو د حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو په وړاندیز دغه کمېټه جوړه کړي، تر څو د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو واحد غږ رامنځته کړي.

دې د سولې د هوکړو پر مهال او تر هغه وروسته د جګړې د قربانیانو د حقونو پوره کېدو او ساتل کېدو ته د ګډ کار لپاره د دغې کمېټې جوړېدل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د دغې کمېټې د تسهیلاتي چارو په برخه کې همکاري وکړي.

ورپسې د جګړې د قربانیانو د حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو استازو د دغې کمېټې د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د ناستې ګډونوالو د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو ښکلېولو او د سولې په مذاکراتو کې د حضور لپاره د دغسې کمېټې جوړېدل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې دغه کمېټه باید ټول‌شموله وي او د جګړې د قربانیانو د حقونو په برخه کې د ټولو فعالو بنسټونو د حضور زمینه پکې برابره وي.

همدارنګه دوی وویل چې په دې کمېټه کې باید ځینې متخصصین او د مدني ټولنې فعالین هم موجود وي او د کمېټې په جوړېدو سره تیت پرک فعالیتونه همغږي شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې ناسته باید د جګړې د قربانیانو د حقونو په برخه کې د ټولو فعالو بنسټونو په حضور کې وشي او د دغې کمېټې پر جوړېدو لا ډېرې مشورې او بحثونه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه