د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه مشورتي ناسته

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۲:۹
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د جګړې د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو پر دوام جوړه شوې وه لومړی د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړو د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه، لیدلوري او پوښتنې شریک کړل.

د جګړې د قربانیانو کورنیو د سولې په برخه کې د هر اقدام د ملاتړ په څرګندولو سره وویل حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه باید د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغوی ټینګار درلود چې سوله غواړي خو په ورته مهال یې غوښتنه کوله چې د سولې په مذاکراتو کې نباید د جګړې د قربانیانو ځای له پامه وغورځول شي او د دوی مادي او معنوي حقونه باید خوندي شي.

د ناستې ګډونوالو همدا راز وویل دوی داسې سوله غواړي چې په پایله کې یې دیني، مذهبي او فکري سخت‌دریځي مهار شي او ټول خلک ځان د سولې په بهیر کې شامل وویني.

هغوی دغه راز د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د کورنیو د غړو د فزیکي حضور غوښتنه کوله.

د ناستې پر دوام د جمهور رئيس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ګډونوالو د نظرونو تر اورېدو وروسته د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د حکومت او وزارت مشرتابه هڅه کوي د سولې په بهیر کې د جګړې د ټولو قربانیانو غږ واوري؛ خو د دغه کار د شوني کولو لپاره اړتیا ده چې دغه غږونه او غوښتنې په خپله د دوی له خوا منسجمې شي.

ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې برخه کې د جګړې د قربانیانو له ټولو کورنیو سره همکار او هم‌لاری دی او اړتیا ده چې دغه کورنۍ هم په یوځای کېدو سره د واحد غږ رامنځته کولو په برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي.

ښاغلي رحیمي وویل د سولې د مذاکراتو په جریان کې به د جګړې د قربانیانو د استازو ګډون ته زمینه برابروي ترڅو یې غږ واورېدل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه