د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې د ملي کمېټې کاري میکانیزم تصویب شو

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۳:۵۷
Smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې د یوې ناستې پر مهال، چې د دغه وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې ملي کمېټې غړو ګډون پکې کړی و، د دغې کمېټې کاري میکانيزم تصویب شو.

د ناستې په پیل کې د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو رئیسې لیلا جعفري د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې ملي کمېټې د کاري میکانیزم د تدوین د کمېټې له غړو مننه وکړه.
دې وویل چې په مخکېنیو ناستو کې وړاندې شوي نظرونه په دغه کاري میکانیزم کې شامل شوي او دا ناسته یې د کتنې او تصویب لپاره د کمېټې د غړو له‌‌خوا جوړه شوې ده.
آغلې جعفري وویل چې دغه میکانیزم د جګړې د قربانیانو د کورنیو او معلولینو د غږ اورېدو لپاره یو بنسټ دی تر څو د سولې بهیر او مذاکراتو رهبرۍ ته ورسېږي.
په دې ناسته کې د کمېټې یوه غړي تدوین شوی میکانیزم ولوست او د کمېټې نورو غړو خپل وروستي نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دغه میکانیزم د جوړولو له امله د کمېټې د غړو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه میکانیزم پرانیستی دی او که په راتلونکي کې اړتیا شي، اصلاحات پکې راتلی شي.
دې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د آسانتیاوو برابرولو او مشورو ورکولو په برخه کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې ملي کمېټې همکار وي.
ډاکتر عالمې وویل، د مذاکراتو په جریان کې د قربانیانو د کورنیو نظرونه اخیستل او د سولې تر هوکړې ورسته د دوی د حقونو ساتلو او ترلاسه کولو ته کار کول د دې کمېټه یوه مهمه دنده ده.
تر رایې اچونې وروسته د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې ملي کمېټې میکانیزم تصویب شو. همدا راز دیارلس کسه د دغې کمېټې غړي وټاکل شول.
د یادونې ده چې د جګړې د قربانیانو حقونو ته د عدالت‌غوښتنې ملي کمېټه د 1399 کال د مرغومې په 3مه نېټه د جګړې د قربانیانو او معلولینو د حقونو د ملاتړو بنسټونو د یو شمېر مسؤولینو په حضور کې جوړه شوه او د 34 ولایتونو کچې ته د پراخېدو په حال کې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه