د جګړې د قربانیانو او ورثه‌وو حقونه به د سولې په مذاکراتو کې له عمده موضوعاتو وي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۰:۱۶
smp

د شهیدانو د وارثانو او د جګړې د قربانیانو د شورا رئیس او غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې بنسټونو له رئيسې لیلا جعفري سره په لیدنه کې د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو او وارثانو د ښکېلولو غوښتنه وکړه. هغوی په دې خبرې په ټینګار سره چې د جګړې قربانیان او وارثان د جګړې د اصلي زیانمنو په توګه خبرې او ستونزې لري نو د جګړې په مذاکراتو کې هم باید وخت ورکړل شي. هغوی زیاته کړه چې د دغې شورا غړي د جګړې د قربانیانو د نظرونو راټولولو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته حاضر دي. له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري وویل هغه مهال ټول‌شموله او عدالت‌محوره سوله ټینګېدای شي چې ټول خلک د سولې په تعریف او شکل ورکولو کې شامل وي. هغې همدا راز وویل چې د جګړې د قربانیانو او وارثانو حقونه به د سولې په مذاکراتو کې د بحث وړ عمده موضوع وي. مېرمن جعفري ټینګار وکړ چې اړتیا ده د جګړې قربانیان او ورثه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره دومدارې اړیکې ولري او د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او خبرې شریکې کړي. نوموړې همدا راز وویل هڅې روانې دي چې د دایمي ډیالوګ فضا برابره شي ترڅو د جګړې د قربانیانو واحد او رښتینی غږ را ټول او له مذاکره‌کوونکي ټیم سره شریک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه