د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمندو ملي بحث ترسره شو
د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمن کېدو ملي بحث د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د ملي مصالحې عالي شورا مرستيالې زهره مطهر احمدزۍ ، مدني ټولنو استازو، بشري حقونو فعالانو ، جګړې قربانيانو او حکومتی چارواکو په شتون کې ترسره شو.
د دې بحث هدف په ماشومانو باندې د جګړې او تاوتريخوالي تاثیراتو په اړه د ټولنې فکري پاملرنې فضا رامنځته کول دي.
په پیل کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستیالې، ډاکټر عالمې د کډوالۍ نړیوالې ورځې ته په اشارې سره وويل، چې د څلور لسیزو جګړو او کډوالۍ تر ټولو زیان منونکې ډله ماشومان وو.
هغه زیاته کړه، راپورونه ښايي، چې هره ورځ په اوسط ډول نهه ماشومان د سړک د غاړې بمونو ، ځانمرګي بریدونو او جګړو له امله وژل کیږي.
روان حالت او اړتیاو ته په پاملرنې سره ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت توانيدلی، چې د مدني ټولنو سازمانونو او د بشري حقونو فعالانو بیلابیلو غونډو ته به رابللو سره، د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنيدو په اړه ملي بحث ترسره کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته د ولسمشر د پاملرنې قدرداني وکړه او ویې ویل، چې دري څلوېښت کلنې جګړې له افغانستان څخه ډير څه اخېستي دي.
هغه وویل: جګړو او تاوتریخوالي نه یوازې اوسني نسل ته زیان رسولی ، بلکې راتلونکي ماشومان يې هم متزلزل حالت سره مخ کړي او بدبختانه د هغې پایلې به د کلونو لپارهد ټولنې په اوږو بار وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزير دا هم وویل چې ماشومان په حقیقت کې د هرې ټولنې ستره بشري پانګه ده، کوم چې دې ډلې ته په زیان رسولو سره، جنګي ډلې ، رواني روغتيا او لوي بشری پانګه په خطر کې اچوي.
ښاغلي نادري وویل: دا مهال لسګونه زره ماشومان د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په سختو کارونو بوخت دي او د ترهګرو ډلو لخوا د سربازانو په توګه د ماشومانو استخدام او جګړې په ډګړ کې له هغوي څخه په ګټې اخېستنې سره ماشومانو ته ترټولو لوی زیان رسوي.
پدې وروستيو کلونو کې، نږدې 20 ملیونه ماشومان د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي او دا د لوي بشري ناورين څرګندونه کوي.
په همدې دليل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ماشومانو حقونو د ملاتړ او ساتنې په موخه ملي بحث په لار اچولی؛ ترڅو په دې برخه کې په ملي او نړیواله کچه پاملرنه راجلب کړي.
هغه دا هم وويل، چې د اوسني ناورين مخنوي او پاي د تاوتريخوالي بندول او سمدستي اوربند دی.د جګړې دايمي حل، يواځنۍ لار د مذاکرې ميز دي.
طالبان باید په ډاګه کړي، چې دوی د ماشومانو ژوند، حقونو او راتلونکي ساتنې ته ژمن دي او د جګړې او تاوتريخوالي له ناوړه پايلو څخه د ماشومانو ساتنې لپاره اسلامي او ملي اخلاقو پيروي کوي.
زهره مطهراحمدزۍ، د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې ددې برنامې په دوام کې وویل، چې جګړه په هیواد کې د ګډوډیو لامل شوې او په دغه برخه کې ماشومانو ډیر زیان لیدلی دی.
هغې وویل: افغانستان یو اسلامي هیواد دی او اسلام ماشومانو ته تر ټولو ډیر ارزښت ورکړی دی.
تاوتریخوالی نه یوازې زموږ د ماشومانو ژوند اخلي ، بلکې دوی ړ کورنۍ د مشر په لاسه ورکولو، اقتصادي ستونزو په لرلو سره، د رواني فشار لاندې سخت کار ، مخدره توکو او هر ډول غیرقانوني کړنو سره مخ کړي دي.
دا د دولت او خلکو دنده ده، چې له دې ستونزې څخه د خلاصون او د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي تعلیماتو رئيس مفتي رحیم الله حنفي په اسلام کې د ماشومانو د ځای په اړه وویل، چې د اسلام مقدس دین د زیږون دمخه او وروسته ماشومانو ته ځانګړي حقوق ورکړي دي.
هغه څرګنده کړه، چې ټول اسلامي مذاهب او د مجتهدينو ويناوې د ماشومانو پر وړاندې جرم او د هغوي وينه تووينه حرامه بولي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنرې بنفشه بعقوبي د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې ماشومانو پر وړاندې د نورو زیانونو د مخنیوي یوازینۍ لار بې شرطه اوربند دی؛ ترڅو په ارامه فضا کې هیواد تلپاتې سولې ته ورسېږي.
فرزانه اصغري، د شهید ریحانه اصغري خور، د سید الشهدا ښوونځي زده کونکې او د لوګر د تروریستي پیښې د قربانیانو د کورنۍ غړي، طارق صافي د ماشومانو په وړاندې دتاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او له حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي؛ ترڅو هغه بي ګناه خلک چې په جګړه کې دخيل نه دي؛ وينې تويدن ته د پاي ټکی کېښودل شي.
د دې بحث په جريان کې ، په جګړه کې د ماشومانو زیانمنيدو او په هیواد کې د هغې د مخنیوي لارو په اړه تخصیص پنل کې ، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ماشوم حقونو حقونو د ملاتړ رئيس زدران ببرک زي، د مدنې ټولنې استازې زرقا یافتلي، د افغانستان د آزاد رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییه رئیس مجیب خلوتګر، د پوهنې وزارت څخه معصومه بهزاد او د افغانستان د علماو شورا عمومي مرستیال پوهنمل محمد عارف عطایي بحث او خبرې وکړې او ماشومانو ته د زیان رسولو مخنیوي لپاره يې خپلې تګلارې وړاندې کړې.
د دغې بحث په پای کې د سولې موضوع په اړه د افغانستان د ماشومانو د نقايشو نندارتون، نندارې ته هم وړاندې شو
