د جنېوا کنفرانس په څنډه کې د سولې، پراختیا او امنیت د اړیکې په اړه آنلاین بحث جوړ شو

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۲۵
SMP

د سولې، پراختیا او امنیت ترمنځ د اړیکې تر سرلیک لاندې آنلاین بحث جوړ شو، چې پکې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبوره لیونز او د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د آقاخان بنسټ د پراختیايي شبکې او ناټو سازمان د استازو په ګډون د نورو سازمانانو استازو ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه بحث په راټولوونه کې د شوو بحثونو پایلې ګټورې وبللې او ویې ویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دا ډول بحثونو د کېدو هرکلی کوي او وزارت به هڅه وکړي په دغو بحثونو کې وړاندې شوي نظرونه او وړاندیزونه عملي کړي.
ښاغلي نادري وویل چې د نن ورځې د بحثونو مهم ټکي ښيي چې اړتیا ده د امنیت، پراختیا او سولې په اړه متعادل لید ولرو. نوموړي د خپلو خبر پر دوام وویل چې موږ باید د پراختیا او سولې‌جوړونې په برخو کې پر نوښتونو تمرکز وکړو او د سیمه‌ییزو شخړو حل، د بشري حقونو بنسټيز کول او د ملکي وګړو پر وړاندې د اوږدمهاله تاوتریخوالي راټیټول په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړو. همدا راز په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې او اقتصادي فرصتونو په برخه کې محسوس پرمختګونه ولرو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې چې د ټولو ګډه جګړه ده ملاتړ ته اړتیا لري او موږ په دې برخه کې د وروستیو دوو لسیزو په لاسته‌راوړنو ویاړو.
نوموړي همدا راز د جنېنوا کنفرانس د ترسراوي په اړه وویل چې دا کنفرانس نه‌یوازې له مالي اړخه د افغانستان ملاتړ کوي، بلکې له سیاسي او رواني اړخه هم د افغانستان خلکو ته دا پیغام رسوي چې نړیوالې ټولنې دوی نه دي هېر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه