د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د آلمان له سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي مارکس پوتزل او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر پیتر پروګل سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې بهیر د وروستیو پېښو او د دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه بحث وکړ.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي وویل چې آلمان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې حکومت غواړي د سولې بهیر لپاره د خلکو تر منځ د باور فضا رامنځته او اجماع پياوړې کړي. ده زیاته کړه چې دولت د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې په بهیر کې د آلمان د ملاتړ مننه وکړه.
