د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د آلمان له سفیر سره وکتل
په دغه لیدنه کې چې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کاري دفتر کې وشوه، د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.
د آلمان سفیر پیتر پروګل شوي پرمختګونه وستایل او د سولې په پروسه په ځانګړې توګه بل پړاو بینالافغاني خبرو اترو جوړولو کې یې د همکاریو چمتووالی وښود.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغان دولت او خلکو له لیده د آلمان هېواد رول مثبت وباله او د لا نورو همکاریو لپاره د دغه هېواد د چمتووالي هرکلی يې وکړ.
