د تلپاتې سولې ټینګښت په جنېوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ څنګیزه غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي سید سعادت منصور نادري وینا

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۷:۱۵
smp

23 نومبر 2020
محترمه لومړۍ مېرمن، عالي جنابان محترم وزیر صاحب اتمر، وزیر صاحب ستانکزی، محترم جنیز لنارسیس، محترمه میشل باشلت، د پنل محترمو غړو، سفیرانو، معززو مېلمنو، همکارانو، ښاغلو او آغلو، د ټولو سهار په‌خیر!
په لومړي سره کې اجازه راکړئ چې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه همکارو چلوونکو، تنظیموونکو شریکانو او د کنفرانس له ګډونوالو د زړه له کومي مننه او قدرداني وکړم. 
دغه کنفرانس په یوه سخت وخت کې افغانستان ته د یووالي پیغام لېږدوي. 
زما د هڅونې باعث ده، چې موږ راټول یو ترڅو د دوامدارې سولې یوې هوکړې ته د رسېدو پر څرنګوالي تفکر وکړو، څه چې د سولې په وزارت کې زموږ د ماموریت په زړه کې او دلته په دوحه کې زموږ د مذاکراتي ټیم د هڅو په لومړۍ کرښه کې ځای لري.
د نړیوالې ټولنې ملاتړ زموږ لپاره د اړینې فضا او حرکت په رامنځته‌کولو کې مرسته کړې چې د سولې لپاره دغه فرصت تعقیب کړو. 
جګړې په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ د خلکو لپاره پراخې ناخوالې راوړې دي. په هلمند کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې زرګونه تنه د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي. په ځانګړې توګه ښځو خورا زیاتې ستونزې لیدلې دي. بې‌شمېره افغان مېرمنو په دې جګړه کې خپل خاوندان، زامن او لوڼې له لاسه ورکړي دي.  
تازه د افغانستان په شمال کې یوې مور د خپلو دوو زامنو له وژل کېدو وروسته، په خورا خواشینوونکې توګه د زړه د حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. 
له بده مرغه، زموږ د ځوانانو وژل کېدل اوس پر یوه آسنا داستان بدل شوي. له خبریالانو نیولې د پوهنتون تر محصلینو او د ښځو د حقونو فعالینو پورې. 
د سخت‌دریځو له لوري د دوی په نښه کول تصادفي نه دي، ځکه هغوی د یوې ټول‌شموله، بهرنظره او پراخ‌بنسټه ټولنې په رامنځته کولو کې د افغانستان د پرمختګ یوه جلوه ده. 
دا چې دغه تاوتریخوالی او وینه تویېدنه زموږ د ټولنو د وېشل کېدو او زموږ د کورنیو د پاشل کېدو لامل کېږي، دغه لاسته راوړنې هېڅکله هم تر دې زیاتې له خطر سره مخ نه وې. 
د سولې پروسې په دغه حیاتي پړاو کې، موږ ژمن یو چې د هغو کسانو غږ پورته کړو چې زیات له خطر سره مخ دي او دا غږ تر لوړې کچې پورې واورېدل شي. 
همدا اوس چې دلته خبرې کوو، د افغانستان د مذاکره کوونکي ټیم څلور ښځینه غړې په برابره کچه د طالب مذاکره کوونکو پر وړاندې ناستې دي. 
د مدني ټولنې ډلو او د جګړې قربانیانو دا فرصت موندلی چې خپلې کیسې نېغ په نېغه مذاکره کوونکي ټیم ته بیان کړي. 
موږ باور لرو چې د دغو نظریانو شاملول په راتلونکي کې د سولې د جوړجاړي پر لا زیات عادلانه او دوامدار لوري رهبري کولو مرسته کوي. 
مګر د ټول‌شمولیت په اړه زموږ ژمنتیا د سولې ټینګښت له رسمي پروسې هم ورهاخوا ده.
موږ درک کوو چې دوامداره سوله د سولې پروګرامونو ته له پاملرنې پرته چې عدالت، اقتصاد، پرمختیا او ټولنیزه روغه جوړه په ټول افغانستان کې ترویجوي، نه‌شي ټینګېدای. 
موږ د دغو ننګونو ستونزمنوالی له پامه نه غورځوو، خو داسې دلایل هم لرو چې باید نهیلي هم نه‌شو. زموږ تر منځ له ټولو اختلافاتو سره سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پروسې په تړاو متحدانه چلند لري. 
موږ د تېرو ۱۹ کلونو لاسته‌راوړنو د ساتنې پر اهمیت، په ځانګړې توګه د بشري حقونو رول، زموږ په ټولنه کې د ټولو پرګنو، ځوانانو او ښځو پر مشارکت توافق لرو. 
په دې اړه زموږ نظر یو دی چې مېلیونونه بې‌ځایه شوي وګړي مو په داسې توګه چې د هغوی حقوق له عزت او امنیت سره خوندي شي، باید خپلو کورونو ته راوګرځېدای شي.
او په پای کې، موږ پر خپل دغه اصلي باور یوه خوله یو چې د سولې پروسه باید یوه پراخه پروسه وي، داسې پروسه چې په هغه کې تر ټولو کمزوري او زیانمن کسان د خپل راتلونکي ټاکلو لپاره خپل غږ پورته کړي. 
نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دغو ټول‌شموله ارزښتونو د ترویج په ملاتړ کې ثابت قدمه وه. 
زه د خپل هېواد لپاره د دوامدارې او باعزته سولې د ټینګښت په تړاو پر بنسټیزو هڅو باور لرم. 
اوس په دغه حساس پړاو کې، د خپلو دوستانو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لرو، ترڅو له موږ سره د دغو ارزښتونو په ساتنه کې او د یوې عادلانه سولې د ټنیګښت په تعقیب کې مرسته وکړي. 
له تاسو ټولو مننه