د تلپاتې سولې ټینګښت تر سرلیک لاندې د افغانستان کنفرانس څنګیزه غونډه وشوه
په جنېوا کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس لومړۍ څنګیزه (جانبي) غونډه د تلپاتې سولې ټینګښت تر سرلیک لاندې جوړه شوه. په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو حبیبې سرابي او فوزیې کوفي په ګډون د افغان دولت چارواکو او د نړیوالو هېوادونو او سازمانانو استازو ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د غونډې د اصلي ویناوال په توګه خبرې وکړې. نوموړي په اوسني سخت او ستونزمن وخت کې د دغه کنفرانس جوړېدل له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د پیوستون پیغام وباله.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ د اړینې فضا په رامنځته کولو او حرکت پیلولو کې مرسته وکړه تر څو موږ د سولې د ټینګښت فرصت تعقیب کړو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې او د افغانستان خلکو ته یې د اړولو زیانونو په اړه په اشارې سره وویل چې د سختدریځو لهخوا د افغان ټولنې د بېلابېلو پاړکو په نښه کول ناڅاپي نهدي؛ ځکه چې هغوی د هراړخیزې، پراخنظرې او څو رنګې ټولنې د جوړولو لپاره د افغانستان د پرمختګ نښه ده.
سید سعادت منصور نادري ټینګار وکړ چې د سولې بهیر په دغه مهم پړاو کې موږ ژمن یو د هغو خلکو غږ شو چې له خطر سره مخ دي او دا غږ تر لوړو کچو واورېدل شي.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې د مدني ټولنې او د جګړې قربانیانو ته فرصت برابر شوی ترڅو خپلې کیسې په مخامخ توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاي سره شریکې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د دغو لیدلورو ځایول مرسته کوي په راتلونکي کې د سولې حل او فصل په عادلانه او پایېدونکي مسیر لارښود شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل تلپاتې سوله تر هغو نهشي ټينګېدای چې د ټول هېواد په کچه د تلپاتې سولې داسې پروګرامونو ته چې پکې عدالت، اقتصادي پراختیا او ټولنیزه پخلاینه پکې په پام کې نیول شوي پام ونهشي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل افغانان په خپل منځ کې له اختلافونو سره سره د سولې لپاره یو نظر لري.
سید سعادت منصور نادري د تېرو ۱۹ کلنو لاستهراوړنو د ساتنې په ځانګړې توګه په ټولنه کې د بشري حقونو، د ټولو قومونو، ځوانانو او ښځو د مشارکت پر اهمیت په ټینګار سره وویل، زموږ میلیونونه تیت او پرک هېوادوال باید په داسې ډول چې حقونه یې په عزت او امنیت سره خوندي وي وکولی شي بېرته خپلو کورونو ته راوګرځي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې بهیر د لمنې پراخوالي په اړه پر داخلي یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تر ټولو ټکني او زیانمن کسان باید د سولې په پروسه کې د خپل راتلونکي په ټاکلو کې خپل غږ ولري.
ده د خپلو خبرو په پای کې د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا او ساتلو په برخه کې او په هېواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تعقیب او تحقق په برخه کې د افغانستان د نړیوالو همکارانو دایمي ملاتړ اړین وباله.
له بلېخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په دغه ناسته کې په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان خلک د جګړې او نا امنۍ په کلونو کې له ګڼو رنځونو او سختیو سره مخ شوي دي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره معناداره خبرې اترې وشي.
ده ټینګار وکړ چې که د مذاکرې پر مېز اوربند ته پام ونهشي او بشري حقونه، د ښځو حقونه او اساسي قانون په پام کې ونهنیول شي، ښايي بهیر له ننګونې سره مخ شي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر همدا راز د سولې په بهیر کې د ښځو، د جګړې د قربانیانو، بېرته راګرځېدونکو او نورو پاړکو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل، تر هغو چې په دغه بهیر کې د ټولو پاړکو رول په پام کې ونهنیول شي، تلپاتې سوله نهشي راتلی.
ښاغلي ستانکزي همدا راز وویل چې افغانستان یو ځل بیا له سختې ازموینې سره مخ دی او باید اجازه ورنهکړل شي چې د تاوتریخوالي په دام کې په لوېدو سره یو ځل بیا له سولې پرته دوره پيل کړي.
ده د افغانستان د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ مننه وکړه او سولې او هوساینې ته یې د افغانستان د خلکو د رسېدنې هیلهمندي وښوده.
د دغې غونډې په پنل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي د سولې مذاکراتو د لمنې د پراخوالي او ټولشمولوالي پر اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د سولې د محدودې پراختیا په مخامخ ډول د سولې بهیر له تلپاتېوالي سره اړیکه لري او د سیاسي اختلافونو د حل د پایلې تلپاتېوالی په مذاکراتو کې د ښځو پر شمولیت تړلی.
دې ټینګار وکړ چې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي ځان مسؤول او ځواب ویونکی ګڼي او په منظم ډول د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو پاړکو له وګړو په ځانګړې توګه د جګړې له قربانیانو او لږکیو سره په تعامل کې دي او د هغوی نظرونه، تمې، غوښتنې اندېښنې او وېرې اوري.
مېرمن سرابي د سولې په چارو کې د دولت وزارت له رول څخه په مننې وویل چې دغه وزارت په مجازي توګه په ټول هېواد کې د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د اړیکې د ټینګښت شونتیا برابره کړې ده.
دې زیاته کړه چې پلاوی په منظمه توګه له نړیوالو شریکانو او د بهیر د ملاتړې ډلې له غړو سره مشورې کوي.
مېرمن سرابي د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د مذاکرهکوونکي پلاوي ښځینه غړې نهیوازې دا چې د خپلو نارینه همکارانو ترڅنګ د ښځو له حقونو دفاع کوي، بلکې په هغو بحثونو کې چې د سولهییز، خپلواک او هوسا افغانستان د برخلیک او راتلونکي په تړاو وي په فعال ډول خپل غږ اوچتوي.
دې په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان څخه د نړیوالو شریکانو له پرلهپسې ملاتړ څخه په مننې وویل چې د نړیوالې ټولنې دایمي ملاتړ نهیوازې د مذاکراتو د اوسني بهیر لپاره بلکې په راتلونکو کلونو کې هم مهم او ارزښتناک دی.
مېرمن سرابي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اوربند په ټینګښت کې هڅه وکړي او د سولې د ستراتيژیو په اجرا او پلي کولو او د سولې د پراخوالي لپاره د خلکو د لیدلورو او هیلو په تحقق کې ملاتړ ولري.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بلې غړې هم د نړیوالې ټولنې له ملاتړ په مننې وویل چې افغانستان اوږده لاره وهلې او په راتلونکي کې هم باید پېچلې لاره ووهي. په دې لاره کې نړیوالې ټولنې تل د افغانستان ترڅنګ ګام پورته کړی او اړتیا ده چې په راتلونکي کې دوام پیدا کړي.
دې وویل د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي تل هڅه کړې د افغانستان د هغه نسل هیلې چې پراخه وده یې کړې نندارې ته وړاندې کړي او د یو بدل شوي افغانستان تصویر وړاندې کړي.
مېرمن کوفي د مذاکراتو په جریان کې د ښځو د حقونو، بشري حقونو او نولس کلنو لاستهراوړنو پر ساتنه ټینګار وکړ.
نوموړې همدا راز وویل چې د مذاکراتو په جریان کې افغانستان د تاویریخوالي د ډېروالي لیدونکی دی خو هیله ده چې د سولې رامنځته کولو لپاه ګډه زمینه برابره شي.
دغه ناسته چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د اروپايي ټولنې د کمېشنر جېنز لنارچېچ په مشرۍ جوړه شوه، د هېواد لومړۍ مېرمنې بيبي ګل رولا غني، د ښځو چارو وزیرې حسینې صافۍ، د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو وزیر نوررحمان اخلاقي، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر، د افغان مېرمنو د شبکې رئیسې ماري اکرمي، د ناروې، سویډن، بریتانیا هېوادونو چارواکو، د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، د یو اېن وومن اجرائیه مشر او په سويلي آسیا کې د نړیوال بانک مرستیال هم خبرې وکړې.
په جنېوا کې د افغانستان کنفرانس 2020 د نږدې سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون په حضوري او آنلاین توګه پرانیستل شو. دغه کنفرانس چې د دوو ورځو لپاره جوړېږي د افغانستان اسلامي جمهوريت د یو باثباته، پرمختللي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په موخه د سولې او ودې د ملي سند په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو لرلید او هیلې له نړیوالې ټولنې سره شریکوي.
