د بیان آزادۍ له فعالانو او د رسنیو له استازو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناسته

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۳:۵۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي ریاست د یو شمېر کورنیو رسنیزو بنسټونو له مسؤولانو، د سولې برخې خبریالانو او له مرکز او ولایتونو څخه راغلو سینماګرانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته وکړه او د بیان آزادۍ د ارزښت ساتلو په اړه یې د هغوی نظرونه او لیدلوري واخیستل. 
په سر کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتیژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري د سولې په اړه د وزارت د نظر غوښتلو بهیر او د سولې په بهیر کې له بېلابېلو پاړکو سره د دوامدارې اړیکې جوړولو په اړه خبرې وکړې. دې وویل په وروستیو کلونو کې د بیان آزادۍ د لاسته‌راوړلو او ساتلو لپاره د افغانستان رسنیزې کورنۍ پراخې قربانۍ ورکړې دي؛ له همدې امله اړینه ده چې رسنۍ اوسمهال د دغو مهمو ارزښتونو په خوندیتابه سره د ولسواکې ټولنې د یو بنسټیز رکن په توګه د بیان آزادۍ د ساتنې پر څرنګوالي تمرکز وکړي او خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړي. 
ګډونوالو د سولې په بهیر کې د بیان آزادۍ د ساتنې په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې. هغوی د یوې ملي لاسته‌راوړنې په توګه د بیان آزادۍ پر ساتنه ټينګار وکړ او د سولې په چارو کې د دولت له وزارته یې وغوښتل چې د بیان آزادۍ د ساتنې او رسنیو د فعالیت موضوع ته دې د سولې مذاکراتو په اجنډا کې لومړیتوب ورکړي.  
هغوی رسنۍ د سولې غوښتنې لپاره ښه تریبون وباله او ویې ویل اړتیا ده چې د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې له رسنیو سره معلومات شریک شي. ګډونوالو همدا راز د رسنیو د واحد غږ رامنځته کولو لپاره پر رسنیز انسجام ټینګار وکړ. 
د بیان آزادۍ فعالانو همدا راز د سولې په اړه د رسنیزو بنسټونو، حکومت او ټولو ښکېلو ادارو د پیاوړي دریځ غوره کولو غوښتنه هم وکړه. 
د بیان آزادۍ له فعالانو سره د مشورتي ناستو دوام، رسنیو ته د ځواب‌وېینې په برخه کې د سولې اړوندو جوړښتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د سولې له مذاکراتو څخه منظمو او دوامداره معلوماتو ته لاسرسی او د بیان آزادۍ له فعالانو سره د اړیکې جوړېدو لپاره د ټاکلي مېکانېزم او پالیسۍ جوړول نور هغه موارد وو چې په ناسته کې د ګډونوالو له‌خوا پرې ټینګار وشو. 
سینماګرانو هم د سولې له مذاکراتو وروسته د سینما د راتلونکي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، وېره موجوده ده چې د سولې د مذاکراتو په پایله کې به د هېواد سینما زیانمنه شي. هغوی زیاته کړه چې د سولې مذاکراتو په جریان کې دې د افغانستان د خلکو د تصویرونو، غږونو او کیسو چې د فلم او تصویر له لارې خپرېږي د نه پرې کېدو لپاره کار وشي. 
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې مېرمن ناجیې انوري د مشورتي ناستو پر تداوم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ټول هغه موارد چې په ناسته کې بیان شول له جګپوړو چارواکو سره شریکوي. 
مېرمن انوري همدا راز وویل چې د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو یوه مهمه موخه د واحد دريځ رامنځته کېدل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۹:۵۶
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې بهیر حساس او ارزښتناک دی او د سولې د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د آلمان د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان د ځانګړي. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۷:۲۳
Background image

«سوله‌جوړونه د چا مسؤولیت دی؟» تر سرلیک لاندې آزاد بحث جوړ شو

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه وزارت د مسؤولانو، د پوهنتون د استادانو، د مدني ټولنې د استازو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د معلوماتو په مرکز کې «سوله‌جوړونه د چا مسؤولیت دی؟». . .

خبرونه