د بغلان خلک د سولې په پروسه کې همکارۍ ته چمتو دي

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۱:۵۵
SMP

د بغلان یو شمېر مشرانو د سولې د پروسې او د سولې لپاره د حکومت د اووه ماده‌یي طرحې ملاتړ وکړ. 
د بغلان ولایت یو شمېر مخورو او مشرانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار میرویس څرګند سره په لیدنه کې د سولې له پروسې څخه د دغه ولایت د خلکو پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ زیاته کړه چې دوی به په هر ډول حالاتو کې د سولې پروسې د پر مخ وړلو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ملاتړي وي. 
د بغلان ولایت د ده صلاح اندراب ولسوال فیض محمد امیري وویل له خلکو سره په ناستو او پروګرامونو کې یې تل د سولې موضوع مطرح کړې او خلک د دې پروسې ملاتړي دي. نوموړي ژمنه وکړه چې خلک به د سولې په پروسه کې د ونډې اخیستو لپاره هڅوي. 
په همدې حال کې د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف سوله د خلکو بنسټیزه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د بغلان خلک به په هر حالت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ترڅنګ دريږي. نوموړي همدا راز زیاته کړه د اړتیا پر مهال به له کلیو او بانډو خلک راټولوي تر څو په ګډه سولې ته کار وکړي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند د بغلان ولایت له مشرانو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسه کې د خلکو ونډه مهمه او پراخ اهمیت لري. نوموړي هغوی ته ډاډ ورکړ چې دا وزارت به په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې د ټینګښت هڅه کوي.
ښاغلي څرګند د ملت او دولت ترمنځ د واټن په کمولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه