د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې د اروپا د سولې انستېتیوت له مسؤولینو سره ناسته وکړه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۸:۱۹
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د اروپا د سولې انستېتیوت له مسؤولانو حوریې مصدق، پاتریک ډي ویریس، پاول سیلس، کلایر ډولینګ او ایوان شلیف سره په آنلاین ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د دغه انستېتیوت د همکارۍ په اړه بحث وکړ.

ډاکتر عالمې د دغې ناستې په پیل کې د وزارت له لوري له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو په اړه خبرې وکړې.

دې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې معاونیت د جنډر د مسایلو، د ښځو د حقونو او تاوتریخوالي کمولو پر اړوندو پروګرامونو تمرکز کوي.

بل پلو حوریې مصدق وویل چې د اروپا د سولې انستېتیوت په افغانستان کې د سولې، پخلاینې او عدالت په اړه څېړنې کړې دي چې پایلې به یې تر یوې میاشتې پورې ترتیب شي. دې زیاته کړه چې دغه انستېتیوت به د خپلو څېړنو پایلې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریکې کړي.

په دې ناسته کې د سولې تر هوکړې وروسته د افغانستان د وضعیت پر جاج هم بحث وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه