د بدخشان ولایت له خلکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۰:۴۲
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام د معینیت په کوربه‌توب د بدخشان ولایت د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشر محمد معصوم ستانکزي، د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو فوزیې کوفي او ډاکتر محمد امین احمدي په حضور کې وشوه چې په پیل کې یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو د چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي وویل، دغه ناسته په ولایتونو کې له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ په دوام جوړه شوې ده چې موخه یې د سولې په بهیر کې د خلکو ونډه تأمینول او له هغوی سره نظرونه تبادله کول دي.
د ناستې په دوام د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر او غړو د مذاکراتو په لومړي دور کې د دغه پلاوي د کارکړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې یې د مذاکراتو د اجنډا پر اړوندو مسائلو خبرې وکړې.
د ناستې ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه هم د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو سره شریک کړل.
دوی د لاسته‌راوړنو پر ساتلو، اوربند او جګړه ختمولو ټینګار وکړ او د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو یې وغوښتل چې د افغانانو د حقونو او ارزښتونو دفاع وکړي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل، د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل او ډاډ یې ورکړ چې دغه پلاوی به د افغانانو د ارزښتونو او غوښتنو دفاع وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه