د بدخشان ولایت له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناسته

د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړنۍ ولایتي ناسته نن له بدخشان ولایت سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري وشوه.
په دې ناسته کې د بدخشان والي ذکریا سودا؛ د بدخشان د ولایتي شورا رئیس احمدبشیر صمیم؛ د عماوو شورا رئیس؛ د ښاریانو شورا رئیس؛ ځایي چارواکو او رئیسانو؛ علماوو، جهادي قومندانانو؛ د مدني ټولنې غړو؛ مشرانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د بیان آزادۍ فعالین، د بدخشان ولات د ځوانانو، معلولینو، متشبثینو او بېلابېلو پاړکو استازو؛ د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي؛ د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال عبدالله خنجاني؛ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکتر عالمې؛ له کابل څخه په عامه اړیکو کې د ملي ارګانانو د عمومي ریاست ستر سلاکار الیاس وحدت؛ د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري؛ له دوحې څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي، عبدالمتین بېک، شریفې زرمتۍ وردګ، خالد نور او نورو ګډون کړی و.
لومړی د بدخشان والي ذکریا سودا وویل چې د دغه ولایت خلک د سولې بهیر ملاتړ کوي او په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو ته هیلهمن دي.
ده د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د بدخشان د خلکو ګډون او په جرګه کې یې د لیدلورو وړاندې کولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د بدخشان خلک په لومړي ګام کې عمومي اوربند یا لږ تر لږه د تاوتریخوالي پاموړ کمښت غواړي. له طالبانو څخه تمه کېږي چې د خلکو غوښتنې ته لبیک ووايي.
له بدخشان ولایت څخه د ناستې ګډونوالو د اساسي قانون د ساتنې، د مذاکراتو د کړنلارې وروستي کولو، تر سولې وروسته د بیان آزادۍ د دوام، د خلکو او معلولینو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په تېره د هغوی د سیاسي ونډې، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د رول، اسلامي ارزښتونو او اوربند په اړه پوښتنې او بحثونه وکړل.
د ناستې په دوام د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي د ګډونوالو د نظرونو په اخیستو سره د هغوی پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.
په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل چې د دغو ناستو موخه په ولایتونو کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو او مذاکرهکوونکي پلاوي تر منځ مخامخ نښلون دی تر څو د سولې بهیر ولسمحوره وي او د ولایتونو د مخکښانو او مشرانو د مشورې تر سیوري لاندې عمل وکړو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د سولې راتګ درېیو مهمو عنصرونو یعنې ملي، سیمهييزې او نړۍوالې اجماع ته اړتیا لري. دغه درې عنصرونه جوړ شوي خو هغه سوله چې د دغو عنصرونو په رڼا کې راځي باید تلپاتې، باعزته او عادلانه وي. موږ د افغانانو برخهلیک له ګواښ سره نهشو مخ کولی.
ده د خپلو خبرو په دوام وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د نورو هېوادونو تجربې ښيي چې پر شکلیاتو هوکړه ډېر وخت غواړي، خو د افغانستان د سولې بهیر په دې برخه کې ډېر ښه مخته تللی.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي وویل چې د پلاوي غړي خپلو سیاسي مخینو ته له پامه پرته د خلکو او اسلامي جمهوریت په استازیتوب راټول شوي او له ګډو ارزښتونو څخه په یوه واحد دریځ عمل کوي.
دې زیاته کړه چې د پلاوي له لوري د مذاکرې د مختهوړلو لپاره سیاسي ملاتړ او داخلي اجماع ډېره مهمه ده. له همدې امله ولایتي اړیکو ته اړتیا ده. د ولایتونو خلک د سولې بهیر اصلي مالکان دي او تصمیمونه د خلکو په ګډون کې نیول کېږي.
آغلې کوفي وویل چې د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت برابرول د اسلامي جمهوریت یوه مهمه موخه ده. موږ د افغانستان ټولو خلکو ته فکر کوو او هغه خلک چې د طالبانو تر واک لاندې هم دي، باید د قربانیانو لپاره په عدالت کې هېر نهشي.
دې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د مذاکرې اصولو ته په کتو سره چې تر څو د ټولو موضوعاتو په اړه پایلې ته ونهرسېږو، پر هېڅ موضوع هم هوکړه نه کېږي. په دغسې حالت کې که د ښځو په بحث کې هوکړې ته ونهرسېږو، په اصل کې پر هېڅ شي هم پایلې ته نه رسېږو.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بل غړي خالد نور د مذاکراتو بهیر په اړه وویل چې په هره مذاکره کې پر ځینو موضوعاتو درېدل شونې خبره ده. هېڅ لوری هم نه غواړي چې بهیر تخریب شي. ده زیاته کړه چې پر اختلافي مواردو جدي بحث یوه اړتیا ده چې باید وشي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې دغه پلاوی د اساسي قانون د ارزښتونو مدافع دی او د بیان آزادي د دغو ارزښتونو یوه برخه ده. دې زیاته کړه: زموږ یوه اساسي موخه د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د بیان آزادۍ ساتل دي. پر اختلافي مواردو هم ځکه ولاړ یو چې د خلکو پر غوښتنو ټینګار کوو.
د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي جنرال ایوب انصاري د اوربند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی له پوره چمتووالي سره مذاکرې ته دننه شوی او د اوربند د ټینګښت د څرنګوالي په اړه هم کافي مطالعه لري.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بل غړي عبدالمتین بېک د مذاکراتو به اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ وویل، هغه عناصر چې مذاکرهکوونکی پلاوی یې سره یو صف کړی هغه زموږ ملي ګټې، ګډ دردونه او هیلې دي. زموږ د خلکو د سولهغوښتنې هوډ، اراده او د افغاني ټولنې بدلونونه باید زموږ د مذاکرې مقابل لوري ته وښودل شي.
ده د خبرو په دوام وویل چې موږ د افغانستان په داخل کې یوه ملي انسجام ته اړتیا لرو. د سولې په بهیر کې زموږ لاره اوږده ده. د پلاوي ځوان غړي د ځوانانو د اړوندو مسایلو ښه درک لري. همدارنګه ده وویل چې د مذاکرهکوونکي پلاوي عالمان غړي اړوند بحثونه په ښه ډول مخته وړي.