د انټر میډیټ بنسټ اجرائيوي رئیس سره په انلاين ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزير ګډون
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د انټر میډیټ بنسټ له اجرائیوي رئیس جوناتان پاول سره په یوه آنلاین ناسته کې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د سولې مذاکراتو د پايلو په څرنګوالي او په راتلونکي برخليک باندې د جګړې په اغېز بحث او خبر وشوې.
د يادونې وړ ده، چې انټرميډيټ يو نړيوال سازمان دی، چې د سولې مذاکراتو او منځګړيتوب په برخه کې کار کوي.
