د اندونیزیا او ترکیې له سفیرانو او د اسلامي همکاریو سازمان له دایمي استازي سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۸:۲۵
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د ترکیې له اوغوزخان ارطغرل، د اندونیزیا له سفیر عارف رحمان او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له دایمي استازي حسین اوني بوتسالي سره ولیدل. 
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلامي هېوادونو پر رول په ټینګار سره له افغانستان سره د ترکیې له همرکایو او د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د دغه هېواد د لېوالیا او د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په 47مه ناسته کې د سولې له بهیر څخه د دغه سازمان له پیاوړي ملاتړ څخه مننه وکړه.
ښاغلي ارطغرل د سیمه‌ییزې اجماع پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه لېواله ده د دغې موخې لپاره شته پلټفورمونه فعال کړي.
ښاغلي بوتسالي هم وزیر ته د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ د بسیج په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د چمتووالي ډاډ ورکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدراز په پنځم ګروپ کې د اندونیزیا د مهم رول په تړاو هم خبرې وکړې او ترې ویې غوښتل چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د ښځینه علماوو په بسیج کې مرسته وکړي. 
د اندونیزیا سفیر ښاغلي عارف رحمان هم په جاکارتا کې د کنفرانس د کوربه‌توب لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه