د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت له رئیس سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په دوحه کې د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت له رئیس احسان ضیا سره وکتل. په دې لیدنه کې د وروستیو پېښو او د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
احسان ضیا د دغه انستېتیوت د سولې جوړونې د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت رئیس د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وکړ.
