د امریکا متحدو ایالتونو د آسیا او افغانستان برخې له ټیم سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په آنلاین بڼه د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت (USIP) د آسیا او افغانستان برخې له ټیم سره وکتل.
ښاغلي نادري په دغه لیدنه کې د «د افغانستان د مطالعاتي ډلې» د فعالیتونو په اړه او د لېوالتیا وړ ګډو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي نادري په ځانګړې توګه څېړنیزو چارو، د سولې زدهکړې او د بېلابېلو پاړکو په راګډولو کې له وزارت څخه د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت د ملاتړ د چمتووالي هرکلی وکړ.
