د امریکا سفارت د سولې او پخلاینې له سلاکار سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا سفارت د سولې او پخلاینې له سلاکار آلن میسنهیمر او ورسره پلاوي سره وکتل.
دواړو لورو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او له خبرو وروسته پروسو د چمتووالو او همغږیو په اړه خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې همدا راز ټینګار وشو چې یوازې افغان دولت او خلک کولی شي د سولې په برخلیک تصمیم ونیسي.
