د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري نن په دوحه کې د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پر آبرېت ایلساس سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د ناروې مهم رول ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان خلک د دغه هېواد له هڅو هرکلی کوي.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان د سولې د بېلابېلو اړخونو په اړه بحث شو، ښاغلي نادري زیاته کړه چې هیلهمن دی د افغانستان د سولې د ملاتړو په همکارۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت وکولی شي د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د سولې له بهیر څخه د خلکو ملاتړ پراخ کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې له ټول افغانستان څخه باید د بېلابېلو پاړکو په ځانګړې توګه، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسټونو غږونه او اندېښنې په وضاحت سره واورېدل شي.
