د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي او د دغه هېواد له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۹:۴۲
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر البرت الزاس او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر کییل تورمود پيټرسن سره ولیدل. 
په دغه دوه اړخیزه لیدنه کې د سولې د پروسې او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د ناروې پلاوي د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې ارزښتناکې وبللې او له دغې پروسې یې ملاتړ څرګند کړ. 
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې د خبرو اترو په برخه کې د ناروې هېواد له هر اړخیز ملاتړ او په دغه پروسه کې له هڅو څخه د مننې په څرګندولو سره هیله‌مندي وښوده، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه