د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي او د امریکا او آلمان هېوادونو د سفارتونو له استازو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د یکشنبې په ورځ چې د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې ۲۷مه نېټه کېږي د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر الساس او د امریکا او آلمان سفارتونو له استازو سره وکتل.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له یادو استازو سره په لیدنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره په مقدماتي چمتووالي خبرې وکړې.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جګړې د سولهییز پای ته رسولو او تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره د دولت د هڅو او ژمنتیا ترڅنګ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د پنځلس کسیز پلاوي د ټاکلو، انسجام او همغږۍ په شمول د ټول چمتووالي ډاډ ورکړ.
په دغه لیدنه کې د سولې لپاره د مشخصې او منسجمې اجنډا پر چمتو کولو هم ټینګار وشو.
