د افغانستان له نړیوالو همکارانو جوړه د سولې د بهیر ملاتړې ډلې رامنځته کېږي

a.zia
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۹:۳۲
smp

د سولې په برخه کې د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او همدارنګه په دغه بهیر کې د لا ډېرې همغږۍ او انسجام لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې د سولې د بهیر ملاتړې ډله د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په استازيتوب، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ جوړېږي.
په دغه حکم کې راغلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، پر مشرۍ سربېره د دې ډلې دارالانشا هم پر غاړه لري.
د سولې په بهیر کې د ښکېلو هېوادونو سفارتونه، د افغانستان د سولې د بهیر مهم تمویلوونکي او همدارنګه اړوندې نړیوالې ادارې د دې ډلې غړي دي.
د دغه حکم له مخې د بهرنیو چارو وزارت او نورې اړوندې دولتي ادارې مؤظفې دي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره اړینې همکارۍ وکړي؛ ټولې دولتي ادارې باید د سولې د بهیر په برخه کې له نړیوالو ادارو او تمویلوونکو سره د اړیکو او همغږۍ لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همغږۍ کار وکړي.
د دغه حکم له مخې باید د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دې ډلې د کاري پرمختګ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ریاست ته راپور ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه