د "افغانستان سولې پروسه او راتلونکې لار" پنل

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۵:۳۸
SMP

۴ تله ۱۳۹۸- د افغانستان امریکايي پوهنتون

شعیب رحیم[1]: د "افغانستان سولې پروسه او راتلونکې لار" پنل ته ښه راغلاست. زه شعیب رحیم یم، د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د افغانستان امریکايي پوهنتون (AUAF) او همدارنگه د افغان مطالعاتو لپاره د امریکایي انسټیټیوټ (AIAS) د ننني بحث کوربه دي. نننی بحث به د سولې په تړاو د خبرو اترو او غونډو د لړۍ لومړی هغه وي چې په دې ډول جوړېږي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې باور دی چې د افغانانو غږ او نظرونو ته د نړۍ په کچه انعکاس ورکړل شي. زموږ موخه د دې ډول پنلونو د جوړولو څخه دا ده چې د سولې د پروسې د ثقل مرکز هغه ځای ته یوړل شي چېرته چې د سولې د ټینگښت تمه کېږي. دې ټکي ته په پام غواړم د ننني بحث چلوونکی، ښاغلی ډېوېډ سېډڼي، د افغانستان امریکایي پوهنتون رئیس در وپېژنم. لکه څرنگه چې پوهېږئ ښاغلی سېډني مخکې د افغانستان امریکایي پوهنتون د چارو د سمون او گټې ساتني د پلاوي مشر، د افغانستان، پاکستان او مرکزي آسیا لپاره د [متحده ایالاتو] دفاع وزارت مرستیال، د ختیځې آسیا لپاره د دفاع وزارت مرستیال، په بیجېنگ، کابل او باکو کې د امریکا د سفارتونو د عملیاتي معینیت د سرپرست په توگه دندې ترسره کړې دي. ښاغلی سېډني د پرېسټون پوهنتون او سفولک حقوقو پوهنتون څخه فارغ او د جگړې د ملي کالېج یو له غوره فارغانو هم دی او د خپلو ارزښتناکو ملکي خدماتو لپاره یې د دفاع وزارت مډال ترلاسه کړی دی. اوس د بحث مشري ورسپارم ښاغلي ډېوېډ ته. ښاغلی ډېوېډ!

ښاغلی ډېوېډ سېډني: ډېره زیاته مننه، زه د افغانستان امریکایي پوهنتون په استازیتوب تاسو ته د "د افغانستان سولې پروسه او راتلونکې لار" تر نامه لاندې ناستې ته ښه راغلاست وایم. د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د افغان مطالعاتو په هکله د امریکایي انسټیټوټ څخه د دوی د کوربتوب او د دې غونډې د تنظیم په برخه کې د دوي د اساسي ونډې لپاره مننه کوم. د دې اونۍ په پیل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ د "افغانستان سولې پروسه او راتلونکې لار" تر نامه لاندې د ټول افغانستان د ځوانانو د ناستې کوربه وو او د ځوانانو د نظرونو په اورېدو پای ته ورسېد. نو د افغانستان امریکایي پوهنتون پر دې موضوع متمرکز دی او ښایي د افغانستان تمرکز هم پر همدې موضوع وي. د سولې موضوع په رښتیا هم ډېره مهمه ده او موږ او تاسو غواړو د بحث د ویناوالو نظرونه واورو. په کیڼ لوري کې له اسټرالیا څخه د ښاغلي پروفیسور ویلیام مېلي[2] په پېژندگلوۍ یې پیلوو. پروفیسور مېلي د نړۍ یو ډېر نامتو عالم دی او پر مختلفو مسایلو یې کتابونه او مقالې ليکلې دي. یو له وروستیو لیکنو څخه یې د "افغانستان-آسټرالیا اړیکې" تر سرلیک لاندې یوه مقاله ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د اسټرالیا په سفارت کې او دوه اونۍ مخکې د اسټرالیا په پلازمېینه کنبېرا کې خپره شوه. موږ خوښ یو چې د ټاکنو د څارونکي په توگه دلته له موږ سره دی، داسې یو څارونکی چې له دې مخکې یې ۵ ځله د ټاکنو د ناظر په توگه دنده ترسره کړې ده. په دې ناسته کې د پروفیسور وېلیام مېلي حضور موږ ته یو ویاړ دی. تر څنگ یې پخوانۍ وزیره/والي سرابي ده چې مخکې هم د ښځو چارو د وزیرې او هم د بامیانو ولایت د والي په توگه دندې ترسره کړې. آغلې سرابي له یوې خوا د ښځو د حقونو او گټو رښتینی آواز دی او له بلې خوا یې د سولې په پروسه کې د افغانستان له گوټ گوټ څخه د ټولو افغانانو غږ ته انعکاس ورکړی دی. دې لوري ته پروفیسور عمر صدر ناست دی او له نېکه مرغه ښاغلی صدر د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاد دی. ده خپله دوکتورا په نوي ډهلي کې د سویلي آسیا له پوهنتون څخه ترلاسه کړې او د سولې، تنوع او گڼ فرهنگي موضوعاتو، انتقادي افکارو او همدارنگه د افغانستان د تاریخ په اړه یې ډېرې لیکنې کړې دي. ښاغلی صدر په علمي برخه کې ډېره تجربه لري او موږ به د سولې په اړه د ده له نظرونو څخه برخمن شو. بالاخره زموږ وروستی ویناوال خبریال او په افغانستان کې د آزدۍ راډیود څانگې مشر، سمیع مهدي دی چې له دې مخکې یې له طلوع تلویزیون سره کار کړی او د گڼو خپرونو کوربتوب ور دې غاړې و. دلته د ناستو کسانو له ډلې سمېع مهدي یوازینی کس دی چې په بوسټون ایالت کې یې ژوند کړی او دا زموږ تر منځ د اړیکو وجه ده. ده د فولبرایټ بورسیې له لارې د بوسټون په ماساچوسېټس پوهنتون کې زده‌کړې کړې دي. له دې امله دی د بوستون اوسېدونکی گڼل کېږي او ښایي له ده سره د [بېسبال لیگ) سرو جورابو په اړه هم وغږېږو؛ هغه کسان چې د امریکا بېسبال لیگ گوري، چې ډاډه یم دلته هم یې شمېر کم نه دي، زما په خبره ښه پوهېدی شی. په دې سره اجازه راکړئ چې د خپرونې بڼه معرفي کړم؛ د پنل هرغړي ته به له اوو څخه تر ۱۰ دقیقو پورې وخت ورکړل شي تر څو خپل نظرونه څرگند کړي او ورپسې د پوښتنو او ځوابونو برخې ته ځو او هیله لرم چې د موضوع اړوندې او اړینې پوښتنې وپوښتل شي. له تاسو، د پوهنتون د علمي پلاوي غړو او زدکړیالانو څخه په دې بحث کې د گډون لپاره مننه کوم. بحث د پروفیسور مېلي په خبرو پیلوو.

پروفیسور ویلیام مېلي: له ډېوېډ څخه ډېره مننه! ویاړم چې په افغانستان امریکایي پوهنتون کې یم او د سولې د پروسې اړوندو موضوعاتو په اړه د خبرو فرصت راکړل شوی دی. په دې اړه دوو ټکو ته اشاره کوم. یو دا چې ۱۲ کاله کېږي د طالبانو سره د خبرو اترو د موضوع په اړه څېړنې کوم. لومړی ځل مې په ۲۰۰۷ز کال کې په لندن کې د "نن نړۍ" ورځپاڼې لپاره  لیکنه وکړه. خو نن نه غواړم د هغه کس په توگه خبرې وکړم چې د افغانستان په هکله یې کلونه څېړنې کړې، بلکې د ډیپلوماسۍ د استاد په توگه به خبرې وکړم او غواړم د هغې سولې پروسې د نیمگړتیاوو په هکله خبرې وکړم چې په دې وروستیو کې ودرېده او همداراز غواړم د سولې پروسې خطرونو ته لنډه اشاره وکړم. هیله لرم په دې توگه ځانگړې مسئلي ځواب شي او بحث او پوښتنو ته فضا پرانیستل شي. د داسې کس له نظره چې په سوله کې د گډون په برخه کې تخصص لري، د افغانستان د سولې پروسه یوه له هغه پروسو څخه وه چې د محوري طرحو له پلوه یې اعتدال نه درلود او ما یې بېلگه د نړۍ په هېڅ برخه کې نه ده لیدلې. په پروسه کې شپږ نیمگړتیاوې وې چې غواړم اوس ورته اشاره وکړم.

لومړۍ نیمگړتیا دا چې دا پروسه په داسې وخت کې پیل شوه چې هره ورځ د افغانستان د ستونزې لپاره د نظامي حل لارې د نشتون خبرې ښکته پورته کېدې او له داسې څرگندونو سره مل وه چې نه یوازې د تمایل څرگندویي یې کوله بلکې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې د امریکا د مرکچي پلاوي مجبوریت هم ښودلو. د خبرو اترو یوه له اساسي قاعدو دا ده چې په پیل کې داسې ونه ښیئ چې تاسو هوکړې رسېدو ته ډېر لېوال یاست، ځکه دا د مقابل لوري غوښتنې د امکان تر کچې ډېروي او برعکس د خبرو اترو په پروسه کې د دوی له خوا د ځینې مواردو د منلو احتمال د امکان تر کچې راټیټوي او دوی [مقابل لوری] په هر حالت کې دا کار کوي. که تاسو په یوه ډیپلوماتیکه پروسه کې له پيل څخه خپلې ټاکنې [انتخابونه] او نظامي مانورونه محدود کړئ او د مقابل لوري برلاسۍ ته غاړه کېږدئ؛ نو که چېرې خبره د گټلو- گټلو مذاکرې وي، په لومړیو کې د ټاکنو محدودول خپله لویه ستونزه گڼل کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری خلک گټلو او بایللو هوکړې ته له رسېدو وېره لري چې دا خپله دېر زیانونه منځته راوي.

دویمه لویه ستونزه د افغانستان دولت نه گډون و چې په داسې حال کې چې ډېره عجیب معلومېده خو دومره پاملرنه یې ځان ته را وا نه ړوله. د سپټمبر د ۷مې نېټې څخه وروسته یو رپوټ خپور شو او بیا په یو ډول ورک شو. د دې رپوټ پر بنسټ، په بل پړاو کې د افغانستان له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادولو غوښتنه کېده. اوس امریکایي پلاوی باید ووایي چې دا زموږ کار نه دی او تاسو باید په دې اړه د افغان حکومت سره خبرې وکړئ، ځکه ډېر داسې موضوعات تر بحث لاندې وو او متحده ایالاتو یې باید په اړه په یوه اړخیزه توگه ژمنه کړې وی، لکه د [امریکایي] ځواکونو ایستل، خو د یادې موضوع په هکله په داسې دریځ کې نه وه چې د افغان حکومت له زندانونو څخه د زندانیانو د آزادولو په اړه ورسره یو اړخیزه ژمنه وکړي. د دې کار اغېزه چې زما په فکر مرکچي ډلې هم په بشپړه توگه نه ده درک کړې، د خبرو اترو له روان مسیر څخه افغان حکومت ته د ویت حق ورکول و، خو د ولسمشر ټرامپ د ټویټ له امله دې مرحلې ته ونه رسېده. خو په ډېر احتمال دا هغه څه دي چې کولی شو د خبرو اترو راتلونکی پړاو ورسره تشبیه کړو او زه فکر کوم د هغې حقیقې طرحه یې وړاندې کړه. د پروسې بله ستونزه دا وه چې د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته یوه ارزښتناکه ډالۍ وړاندې کړه او هغه د امریکا سره د خبرو اترو فرصت و چې د هغې پر وړاندې یې کوم حقیقي یا عیني امتیاز تر لاسه نه کړ او دا ښه خبر نده. بېرته هغه ټکي ته را گرځم چې ما مخکې د خبرو اترو د فضا په اړه یاد کړ، آن د مې میاشتې د نهمې نېټې وروسته او پر کونټرپارټ انټرنېشنل د طالبانو له برید وروسته هم چې پر ملکي کسانو برید او د نړیوال بشري قانون څخه په ښکاره سرغړونه گڼل کېږي، د خبرو اترو دروازه د طالبانو پر مخ خلاصه وه، هغه ملکي کسان په داسې پروژه کې په کار بوخت وو چې یوازې یوه برخه پیسې یې د امریکا د متحده آیالاتو د پراختیایي ادارې (USAID) لخوا ورکول کېدې. موجوده وضعیت ته په کتو باید مرکچي پلاوي [متحده ایالاتو] په هغې وخت کې خبرې اترې درولې وی او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی وی چې د خپل چلند تر بدلولو پورې د خبرو اترو مېز ته نشئ راگرځېدلی. زموږ او تاسو څخه به د ځینو په یاد به وي چې د  ۱۹۹۰په وروستیو کې د طالبانو یوه دایمي غړي په کندهار کې د ملگرو ملتونو یو کارکوونکی په خالي چاینک پر سر وویشت، دا کار په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازی لخضر براهیمي[3] دې ته اړ کړ چې له کندهاره د ملگرو ملتونو د کارکوونکو د وتلو پرېکړه وکړي. ده وویل که غواړئ چې په نړیواله کچه ومنل شئ، ځینې مقررات دي چې تاسو یې باید ومنئ، که د دې مقرراتو څخه پیروي نه کوئ نو بیا تمه مه لرئ چې د یوه منل شوي لوبغاړي په توگه ومنل شئ. که تاسو په خبرو اترو کې ښکلېل لوري ته ووایئ چې هر څه چې غواړئ ترسره یې کړئ بیا به هم د خبرو اترو پر مېز ځای ولرئ، دا ډېر خطرناک کار دی.

بله مهمه ستونزه دا ده چې یوه ډله د خبرو اترو له مېز لرې وساتل شي چې ښه بېلگه یې په افغانستان کې ښځې دي چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې یې په ژوند کې ډېر فرصتونه او بدلونونه راغلل، دا وېره یې پر ځای ده چې ښایي په سیاسي جوړجاړیو کې به د دوی لاسته راوړنې قرباني شي. که چېرې دا ډله د مرکچي ډلې د شمېر د کمولو یا د دوی له لوري د جنجالي مسئلو د را پورته کولو د مخنیوي په موخه د خبرو اترو له پروسې بهر شي، دا په خپله په وروستیوعملي پړاوونو کې لویو ستونزو ته زمینه برابروي.

پر دې سربېره بله ستونزه هم وه چې زما په نظر د متحده ایالاتو د پوښتنې وړ مرکچي او د گڼو نړیوالو لوبغاړو تود هرکلی و چې د افغانستان د ننه د مختلفو کړیو له شک او وېرې سره مخ شو. په یاد مې دي چې د متحده ایالاتو یوه سفیر به ویل: تر کومه چې زما په یاد دي متحده ایالات هېڅکله یوه هېواد ته د هغه هېواد پخوانۍ او اصلي اوسیدونکی د سفیر یا استازي په توگه نه استوي – یوازې د تابعیت  د مسئلي په خاطر، د فردي اندېښنو له کنټرول وتلې خبر– په خبرو اترو کې د داسې کس گډون کېدای شي ځینې پوښتنې او شکونه را ولاړ کړي چې آیا دا کس په خبرو اترو کې د امریکا اجنډا تعقیبوي که خپله شخصي اجنډا پر مخ وړي. د ځینو به په یاد وي چې په ۱۹۹۶ کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په واشنگټن پوسټ[4] کې د ډاکټر خلیزاد مقاله "افغانستان: د بیا مشارکت وخت" خپره شوه او په افغانستان کې د احتمالي پېښو د رامنځته کېدو په اړه یې پکې نظرونه څرگند کړي وو. او بیا د درِیځ بدلون چې د خبرو اترو په جریان کې رامنځته شو،" تر څو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه ونشي، هېڅ هوکړه نه ده شوې"، دا دوه پړاوه لرونکې پروسه چې پکې د امریکایي سرتېرو پر وتلو او د نړیوالو ترهگرو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخنیوي هوکړه چې د "تر څو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه ونشي، هېڅ هوکړه به ونه شي" فورمول برخه وه، بل پړاو ته ځنډول کېږي. یو فرانسوي جاسوس وایيد هغه کسانو په پرتله چې غواړو ورسره پاتې شو ښه ده له هغه کسانو سره معامله وکړو چې تمایل لري" نو د "تر څو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه ونشي، هېڅ هوکړه به ونه شي" دلیل هم همدا دی. که چېرې خلک د خبرو اترو په پروسه کې غوښتنې لري زما وړاندیز دا دی چې له هغې په راتلونکو پړاوونو کې د د فشار اچولو د امتیاز آلې په توگه گټه پورته کړئ. که یې غوښتنې د پروسې په منځ کې پوره کړئ، په دې صورت کې مو دا کار د فشار اچولو د امتیاز آلې او د خپلو غوښتنو ترلاسه کولو پرته ترسره کړی دی. د سوله پروسې بې طرفه نه دي. په هغه چاپېریال کې چې طرح او پلي کېږي، پر هغې هم اغېزه کوي. که چېرې د تاوتریخوالي کمول د پروسې د مخکې شرط  په توگه ونه ټاکل شي، د سولې پروسه د تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب هم کېدای شي. په حقیقت کې گډون کوونکي ته انگېزه ورکوي ترڅو د تاوتریخوالي په کارولو ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او کله چې خبرې اترې یوه حساس پړاو ته ورسېږي، له ځواک سره هم مهاله تاوتریخوالی کارول کېږي تر څو په حساسو حالاتو کې خپلوغوښتنو ته د رسېدو لپاره له یو ځواکمن دریځه برخمن وي.

د سولې پروسې د یوه لوی چاپېریال پر روحیه اغېزه کولی شي. په دې وروستیو کې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې ډېره په زړه پورې مقاله خپره شوه. د افغان ملي اردو یوه سرتېری د سخت وضعیت په اړه خبرې کړې چې له ده غوښتل شوي چې پر وطن سر ورکړي. په داسې حال کې چې سیاسیون له طلبانو سره په خبرو اترو بوخت وو. په حقیقت کې دا موضوع هم یوه جدي ستونزه گڼل کېږي. په تر ټولو ناوړه وضعیت کې د سولې هوکړه د هغه اور د بلېدو سبب کېدای شي چې په هغې کې هغه خلک چې ښایي – د طالبانو غوندې ډلې – کمښت نه احساسوي خو په ورته وخت کې د هغوی سره د یوځای کېدو او پاتې کېدو غوښتونکي هم نه دي؛ ځکه نه غواړي د لوبې بایلونکي وگڼل شي. توماس هابز ویلي ځواک حیثیت، خپله ځواک دی" او د وروستیو خبرو اترو یو له بدیو د افغانستان د حکومت حیثیت ته نه پاملرنه وه چې کېدای شي د سولې د پروسې د درېدو سبب شي. البته اوس د سولې له یوې داسې پروسې سره مخ یاست چې د هغې له لارې به یو لوی ځواک چې د داخلي پلوه ناوړه تعبیرېږي، دا پروسه تر خپل مدیریت لاندې راولي یا هغه ودروي؛ هغه موضوع چې وروستی خبرې اترې د دې کار په ترسراوي ونه توانېدې.

د وروستي ټکي په توگه باید ووایم، ډېرې کمې قضیې شته چې پېچلې ستونزه د په ډېر کم وخت او تېزۍ سره حل شوې وي. د سولې بریالۍ پروسې لکه د سویلي افریقا د سولې پروسه کلونه وخت ونیولو ترڅو د ښکېلو غاړو تر منځ چې د توکمي مسئلو پر سر یې ترمنځ اختلاف راغلی و، اعتبار جوړونه وشي او زما په نظر هېڅ دلیل نشته چې د افغانستان روان وضعیت د نورو هغو ورته حالاتو په پرتله چېرته چې هېوادونه له ناکامۍ سره مخ شول، ښه وښودل شي.   

ډېوېډ مېلي: ډېره زیاته مننه پروفیسور مېلي. زه فکر کوم په ډېرو حالاتو کې ویل شوي چې تر هغې چې له خپل اوسني موقعیت او هغې ته د رسېدو لارې په اړه خبر نه وئ، خپله راتلونکې موخه نشئ ټاکلی. زه فکر کوم تاسو دا برخه ډېره ښه سر ته ورسوله او د سولې د پروسې راتلونکې لار مو موږ ته راوښودله. آغلې وزیرې تاسو مو خپل نظر څرگند کړئ.

حبیبه سرابي: ډېره زیاته مننه سېډڼي او د تاسو ټولو سهار پخیر. په دې کې هېڅ شک نشته چې ټول افغانان سوله غواړي؛ خو د افغانانو په توگه موږ باید د سولې پر وړاندې څومره قیمت پرې کړو؟ موږ تل د سولې لپاره د قیمت د څرنگوالي په اړه خبرې کړې دي. موږ له خلکو او ټولنې سره نږدې اړیکې لرو؛ کله چې خبره د "موږ" کېږي، موخه د سولې عالي شورا او هغه کسان دي چې د سولې په پروسه کې ښکېل دي. دری شیان دي چې د افغانستان خلک پرې ټینگار کوي. لومړی د سولې په پروسه کې گډون دی. کله چې د افغانستان د خلکو سره مخامخ شوي یو، دوی د گډون خبره کوي. دا هغه څه دي چې زه، د سولې په عالي شورا کې د ښځو د استازې په توگه، تل پرې ټینگار کوم. ښځې وایي چې ښځو ته باید د سولې په پروسه کې ځای ورکړل شي او د ښځو له گډون پرته، د یوې ښځې په توگه، موږ ته د سولې پروسه هېڅ ارزښت نه لري. تېر کال مو ځینې پروگرامونه جوړ کړل؛ دا د سولې عالي شورا او د لومړۍ مېرمنې د دفتر[5]، او د ښځو چارو وزارت او د افغان ښځو د شبکې گډ نوښت و. موږ هر ولایت ته سفر وکړ او د "ښځو سمپوزیم" تر نامه لاندې مو غونډې جوړې کړې. هغه درسونه چې موږ له ښځو زده کړل هغه څه دي چې زه یې په اړه خبرې کوم. خو له بده مرغه ځینو وویل چې دا یو دولتي نوښت دی. دولتونه په هر هېوادونو او هر ځای کې د خلکو لپاره د حرکت لار هواروي، خو که چېرې دولت لاره نه شي هوارولی نو څوک یې هوارولی شي؟ نو ددې په خاطر دولت د دولت په توگه او البته مدني ټولنه هم د نیمه دولت په توگه د دې نوښت برخه وه او موږ دا آسانتیا بربراه کړه چې هر ولایت ته لاړ شو او له ښځو سلا مشورې واخلو. نو په دې اساس دوی د گډون غوښتنه کوله.

بل شی چې ډېری خلکو یې په هکله خبرې کولې د سولې په پروسه کې د روڼتیا موضوع وه. په دې وروستیو کې، تېره شنبې د ناټو له ملکي استازي سره په هرات کې وو. د ښځو او ځوانانو له استازو سره مو غونډه لرله. دوی د سولې پروسې د روڼتیا په اړه خبرې کولې او ویل یې چې د سند د لاسیلیک په پرتله د سولې پایلې ډېرې مهمې دي. د سولې پایله باید داسې وي چې د دواړو غاړو خلک هوساینې او سوکالۍ ته ورسېږي. یوازې د سند لاسلیک نه بلکې پایله هم ډېره مهمه ده. همدا راز دوی ویل چې د سولې کیفیت باید د چټکتیا قرباني نه کړو. موږ یې باید سرعت بېړنۍ نه کړو او په دې کار کې بېړه ونه کړو. که هڅې بېړنۍ کړو نو خامخا به له ستونزو سره مخامخ شو؛ نو له دې امله باید کیفیت د چټکتیا قرباني نه کړو. دا هغه څه دي چې موږ د ځوانانو او ښځو له استازو څخه ترلاسه کړل. یوې ځوانې مېرمنې ماته وویل ددې لپاره چې راتلونکی نسل مې په عدالت او سوکالۍ او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، تیاره یم ځان قرباني کړم. دا هغه څه دي چې موږ یې له خلکو اورو او دا د دوی غوښتنه ده.

وروستي ډېر مهم ټکی دا دی چې له بده مرغه د سولې پروسې له ښکته څخه پورته [صعودي] مسیر درلود. یوازې د هېواد نخبه گان د سولې په پروسه کې ښکېل وو او همدارنگه د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرې اترې روانې وې. خو صعودي [له ښکته څخه پورته] تگلاره بیخي هېره شوه. نو دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته باید د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي ترڅو ځان د سولې په پروسه کې شریک وگڼي او ځان د سولې پروسې څښتنان وگڼي. زه د خبرو اترو د وروستي پلاوي سره وم چې د اسلامي حزب سره مې مذاکره وکړه؛ موږ په پای کې د خبرو اترو ۲۴ شرطونه درلودل او د ښځینه قربانیانو استازې نه وه پکې. تاسو د هغې پایلې د حمیدې برمکي په اړه وگورئ.

د حیمدې برمکي[6] انځور د اسلامي حزب دروازې مخ ته ځوړند و او هغه وخت د خلکو تر منځ نښتې روانې وې. دا په هغه وخت کې د سولې له پروسې څخه د قربانيانو د محرومیت پایله وه. د بېلگې په توگه ، حکمتیار د ټاکنیز کمپاین څخه د مخه خلک گواښل؛ دا څه معنا؟ هغه ټاکنو ته ځي او په ټاکنو کې گډون کوي او بیا خلک گواښي چې که هغه گټونکی نه شي نو بېرته به ټوپک په اوږه کړي او ډزې به پیل کړي. دا هغه څه دي چې موږ یې باید له پیله ورته پام وکړو. خلک باید د سولې په پروسه کې ښکېل وي. البته باید د بیا پخلاینې او د ټولنې په کچه د خلکو د گډون په اړه فکر وکړو. نو، دا هغه درسونه وو چې ما د سولې له پروسې زده کړي او د راتلونکو پړاو او پرمختگ لپاره باید د سولې د کیفیت او پایلې په اړه فکر وکړو نه د چټکتیا په اړه. همدارنگه د سولې د پروسې په اړه باید له صبر او زغم کار واخلو. وخت ته اړتیا ده، ډېر گډون ته اړتیا لري. نو موږ باید د سولې د پروسې لپاره ضرب الاجل ونه ټاکو یا تر سپټمبر، اکټوبر یا ډسمبر پورې وخت وټاکو. دا هغه څه دي چې موږ نه شو کولی ترلاسه یې کړو.

وروستۍ موضوع چې زه غواړم اشاره ورته وکړم، هغه دا چې ځینې وایي چې موږ ښځې چې خپل غږ دلته په کابل کې پورته کوو، د ښځو استازې نه یو. نو څوک د خلکو استازي دي؟ که زه د خلکو یا نورو ښځو استازې نه یم یا هغه خلک چې له مدني ټولنې سره کار کوي، د خلکو استازي نه دي، نو بیا څوک د خلکو استازي دي؟ نو موږ له هغو خلکو سره چې په کلیوالي سیمو یا ولایتونو کې ژوند کوي، گام په گام قوي اړیکې جوړې کړې. زه په رښتیا لرو پرتو سیمو ته نشم تللی  خو که اړتیا شي لاړه به شم؛ مگر هر وخت هلته تگ ناشونی دی خو زموږ په کلیوالي سیمو او د ولایت په کچه استازي لرو او دوی د کلیو په کچه له خلکو سره اړیکې لري. دا یو ډول شبکه ده چې موږ د ښځو ترمنځ جوړه کړې ده. له دې امله غواړو د دوی غږ واورېدل شي او د خلکو غږ اورېدل کېدل د سولې په پروسه کې ډېر مهم دی.

ډېره زیاته مننه.

ډېوېډ سېډني: ډېره زیاته مننه آغلې وزیر سرابي، ځینو موضوعاتو ته لکه زغم، وخت او د ټولو غاړو گډون اړتیا ته اشارې وشوې. اوس اجازه راکړئ ډاکټر صدر ته وار ورکړو تر څو د سولې د راتلونکې لار په اړه خپل نظر څرگند کړي.

ډاکټر عمر صدر: له ډېوېډ څخه په مننې، د ټولو سهار پخير، زه فکر کوم پروفیسور مېلي پر ډېری موضوعاتو بحث وکړ. زه غواړم د اوسنیو شرایطو او د سولې پروسې په اړه ځینو ټکو ته اشاره وکړم.  لومړی، زما په نظر دا پروسه یوه سیاسي حل لاره ده چې په اصل کې د قدرت د بیا وېش او د یاغیانو د گډون لپاره په سیاسي پروسه کې یو ډول مذاکره ده. دا موضوع هم په دوه اړخونو تمرکز لري چې په رسنیو او عامه ذهنونو کې مشخصه شوه. لومړی اړخ یې د موقت حکومت د رامنځته کېدو احتمال او دویم اړخ یې د ټاکنو ځنډول او د قدرت د وېش موډل و.

دویم، زه فکر کوم موږ ټول پوهېږو چې طالبانو په دې پروسه کې د گټونکي لوري له دریځه خبرې کولې. لکه څنگه چې ښاغلي "مېلي" هم دې ټکي ته اشاره وکړه. طالبانو وکولی شول د هېڅ ډول ژمنې منلو پرته د امریکایي قواوو د وتلو غوښتنه وکړي او دریم هم د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توگه د افغانستان د حکومت څنډې ته کول و.

دریم، د افغانستان حکومت د سولې په اړه د موضوعاتو وړاندې کولو لپاره د اداري ظرفیت او مسلکي کسانو له کمښت سره مخ و. همدارنگه د دې کار لپاره سیاسي اجماع او اداري ملاتړ هم نه و. د بېلگې په توگه: موږ د سولې عالي شورا درلوده خو پوهېدو چې اړینه لاسته راوړنه نه لري. په دې وروستیو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ شوی، خو دې وزارت هم تر اوسه ښه پایله نه ده ورکړې.

څلورم، د دې پروسې د ناکامېدو یو لامل خپله د [متحده ایالاتو] استازي خلیلزاد شخصیت دی چې د ده په ماضي پورې اړه لري. په ۱۹۹۰ کلونو کې له طالبانو سره د ده چلند او همدارنگه د کړنلارو پر بنسټ د خبرو اترو روش او د پېښو د تسلسل جوړښت. زه فکر کوم یوه ستونزو د لومړیتوبونو ټاکلو جوړښت وه. آیا په خبرو اترو کې د نظامي قواوو وتل لومړیتوب وي که اوربند؟ اوس پوهېږو چې اوربند ته باید د خبرو اترو په پیل کې لومړیتوب ورکړل شوی وی.

خلیلزاد همداراز طالبان کمزوري گڼلي وو. لکه څنگه چې له حسین حقاني مشخص کېږي، دی له طالبانو سره د اشرافي وحشیانو په څېر چلند کوي په داسې حال کې چې د دوی سره باید د هغو سخت دریځو افراطیانو په څېر چلند وکړي چې نورو سخت دریځو ډلو ته په هېواد کې لار هوراوي. موږ د طالبانو په اړه څه لیدلوری لرو؛ په طالبانو څومره باور کېدلی شي او طالبان تر کومې کچې زموږ غوښتنې مني، هغه موضوع ده چې باید په اړه یې بیا فکر وشي.

پنځم، د سیمه ییزې اجماع لپاره د پلټفارم [فضا] نشتون دی؛ البته ښاغلي خلیلزاد هڅه وکړه د چين، روسیې، ناټو او متحده ایالاتو په محوریت، د دې زبرځواکونو ترمنځ اجماع را منځته کړي، خو پوهېږو چې اروپایي ټولنه د سیاسي جوړجاړي په پرتله پر بشري حقونو ولاړې سولې تگلارې ته ارزښت ورکوي. خو خلیلزاد ونه شوی کړی سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي. ملگري ملتونه هم د د داسې پلټفارم رامنځته کولو ظرفیت نه درلود. د مرکزي آسیا هېوادونه، ایران، هند او پاکستان: تاسو گورئ هند او ایران په بشپړه توگه د سولې په پروسه کې له پامه غورځول شوي دي. دمرکزي آسیا هېوادونو په مستقله توگه نوښتونه کړي. پاکستان ډېر تر تمرکز لاندې دی. نو په سیمه کې واحده اجماع نه شته.

وروستی ټکی، زما په نظر د سولې پروسې په هکله ډېر ادبیات وکارول شول خو یو ښه تحلیل یې نه لرلو. د بېلگې په توگه: د ښځو د ونډې، د اجماع د نشتوالي، پر طالبانو د باور څرنگوالي او د طالبانو د شخصیت په اړه ډېر تحلیلونه [ښه تحلیلونه نه دي]. زه فکر کوم یو شی چې باید تمرکز پرې وشي، د نړیوال پوپولېزم (د خلکو عامه گټې) د تمایل په رڼا کې د سولې پروسې اېښودل دي. زه فکر کوم د افغانستان د سولې په پروسه کې رامنځته شوی خوځښت د دوو پوپولېسټو ولسمشرانو او یوه لومړي وزیر تر کنټرول لاندې دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې ولسمشر ټرامپ چي پوپولېسټه اجنډا پر مخ بیایي او په سیمه کې عمران خان هم پوپولېسټي اجنډا لري. په افغانستان کې هم همدې ته ورته وضعيت دی؛ نو اوس پوښتنه داده چې پوپولېزم زموږ پروسه څنگه خرابوي؟ موږ پوهېږو چې پوپولېزم هم شرایطو ته په کتو توپیر کوي خو په هېوادونو کې له ختیځه نیولې تر لویدیځه ځینې شباهتونه لري. لومړی دا چې سیاسیون غواړي د مفسدو سیاسي نخبگانو او جوړښت تر منځ دوه گوني را منځته کړي. دویم، هڅه کوي "موږ د دوی پر وړاندې" ودروي او په دې سره خلک د یوې متجانسې (یو شان) ډلې په توگه تعریفوي؛ هغه څه چې په افغانستان کې مو درلودل. حکومت هڅه کوي جمهوریت د ډیموکراسئ پر اساس تعریف کړي، خو نه پوهېږي چې د افغانستان خلکو تر کومې کچې د جمهوریت مفهوم منلی او د داسې سیاسي سیسټم پر وړاندې عمومي لیدلوری په کومه کچه کې دی. موږ ته په یو ډول ویل شوي چې ډېر ښه موږ د جمهوریت پلويان یو او طالبان یوه شیطاني ډله ده؛ البته نه غواړم بله لار وړاندې کړم، خو د دې کار په هکله کومه مشخصه تگلاره نه وه او حکومت د دې ډول الفاظو په کارولو کې په عمل کې ناکام شو.

زما په نظر د حکومت ډېری تگلارې لکه د سولې جرگې جوړول او د طالبانو آزادي د دې پر ځای چې د تگلارې د پرېکړو پر بنسټ وی، تر ډېره پر پوپولېسټي لفظونو ولاړې وې. د پوپولېزم په اړه زموږ وروستی لیدلوری د طالبانو استقامت دی، د بېلگې په توگه چې څرنگه دا ارزښتونه بدل شول په داسې حال کې چې ځینې ارزښتونه آن په سیاسي خبرو اترو کې د بحث وړ نه دي. مگر څه چې پېښ شول دا وو چې د طالبانو ډېری مخالفینو خپل لیدلوری بدل کړ او د طالبانو پر لور ولاړل او آن هغوی ته یې ځینې امتیازونه هم ومنل او خلکو ته یې د طالبانو څخه ښکلی انځور وړاندې کړ. طالبانو بدل شوي او تیار دي چې ځینې نوې قاعدې او ډیموکراسي ومني او وروسته معلومه شوه چې دا لیدلوری ناسم و. له دې امله زموږ وړاندیز دا دی چې تحلیلي لید ولرو او وگورو چې د پوپولیزم نړیوال گرایش هم په امریکا او هم په افغانستان او سیمه کې د سولې پروسه خرابه کړه او له هغو پایلو سره چې اوس مخ یو، موږ ته به یو نوی لیدلوری را کړي.

ډېوېډ سېډني: ډېره زیاته مننه، بیا هم د سولې او راتلونکو لارو چارو په اړه ډېرو ښو ټکیو ته اشاره وشوه، په ټاکلي وخت کې به په دې اړه د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې خبرې وکړو، او اوس زما همکار او د بوسټون اوسېدونکی، سمیع مهدي!

سیمع مهدي: له ښاغلي سېډني، د افغانستان امریکایي پوهنتون او د سولې په چارو کې د دولت وزارت څخه ډېره زیاته مننه کوم. غواړم د سولې د پروسې په هکله د عامه افکارو او د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړم. له هر څه مخکې باید ووایم چې طالبان د سولې پروسې د معلوماتو د جریان په سر کې دي. افغان دولت دې معلوماتو ته دومره لاسرسی نه لري او امریکایي لوری هم د دې معلوماتو د شریکولو غوښتونکی نه و. نو طالبان د معلوماتو په خپرولو کې تر ټول مخکښ وو. او عامه افکارو او رسنیو هم د طالبانو له لوري خپاره شوي معلومات خپرول. د بېلگې په توگه: په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر ټرامپ په څېر د شپې ناوخته یوه موضوع په ټویټر کې لیکله او سهار به د افغانستان رسنیو هغه خپروله او په دې توگه به د طالبانو د لارښوونې سره سم عمل کېده، لومړۍ موضوع دا وه.

دویم ټکی دا چې رسنۍ له ناځوابه پوښتنو سره مخ وې. هېڅ څوک دې ته حاضر نه وو چې د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایي. د ښاغلی خلیلزاد ډلې هېڅکله دې پوښتنو ته ځواب نه ورکولو. د افغانستان رسنیو به کابل ته د خلیلزاد راتگ او له ده سره مرکې ته انتظار ایستلو. د هوکړه لیک د جزئیاتو په اړه هم همداسې؛ باید انتظار مو ایستلی وی تر څو پر ټولو شیانو هوکړه شوې وی. زما په نظر د سولې د پروسې په وروستیو کې دې چلند بدلون وموند. زه فکر کوم طالبانو او امریکا پر دوو لومړنیو برخو، د نظامي قوواو وتل او له نورو ترهگرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکون په اړه هوکړه وشوه. خو دوې نورې برخې، بین الافغاني خبرې او اوربند، هېر کړای شول.

دریم ټکی د باور نشتون دی، عامو خلکو او رسنیو د سولې پر پروسه باور نه درلود ځکه ډېری پوښتنې یې بې ځوابه پاتې شوې وې او دې کار د سولې پر پروسه شکونه رامنځته کړل. د سولې د پروسې د درولو په اړه د ښاغلي ټرامپ له ټویټ وروسته رسنیو ټولپوښتنې ترسره کړې، په افغانستان کې د آزادۍ راډیو او همدارنگه د طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې د پوښتنو پایلې ښیي چې له ۷۵ سلنه ډېر رایه ورکوونکي د ښاغلي ټرامپ له لوري د سولې د پروسې په درولو خوښ وو. موږ پوښتنې وپوښتلې او له خلکو مو وغښتل چې د خواله رسنیو لکه فېسبوک او ټویټر له لارې دې پوښتنو ته ځواب ورکړي. د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې پروسې د بیا پیلېدو په اړه د خلکو نظرونه غوښتل شوي وو. د فېسبوک او ټویټر کاروونکو تر منځ بېخي ډېر توپیر و، د فېسبوک د ډېری کاروونکو ځواب "نه" و، خو د افغانستان تش په نامه نخبگانو چې په خپلو اړیکو کې انگلیسي ژبه او ټویټر کاروي، د ۵۵ سلنه ځواب یې "هو" و. نو په دې اساس د عامه خلکو او نخبه کسانو تر منځ چې انگلیسي ژبه خبرې کوي، د نظرونو ډېر توپیر شته. زما په نظر بله عجیبه پېښه هم شته چې رسنیو پوښښ ورکړ. پر گرین وېلېج  کمپ د طالبانو د برید وروسته، هېڅ غربي ډيپلوماټ دا برید د طالبانو په نوم ونه غندلو او یوازې د تېرې شپې برید یې وغندلو. ځینو خبریالانو پوښتنه وکړه "دا تېره شپه څوک دي، آیا دا کومه نوې ترهگریزه ډله ده" چې په گرین وېلېج یې برید وکړ؟ نو د امریکا په گډون د هېڅ اروپایي هېواد استازي د گرین وېلېج برید د طالبانو د نوم په یادولو ونه غندلو،. وروسته ځینو د خواله رسنیو کاروونکو او خبریالانو دا ډول چلند د پوښتنې وړ وبللو او په دې اړه پوښتنې وشوې. ښایي نوی عصر پیل شوی چې موږ به ور ننوځو. په افغانستان کې د بریټانیا سفیر او پخوانی سفیر ښاغلی نیکولاس کې لومړی کس و چې د طالب د نوم په اخیستلو یې دا برید وغندلو. مگر د هغې برید څو ورځې وروسته، کله چې په شش درک کې برید وشو او یو امریکایی او یو بل اروپایی ووژل شول، په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماټونو ذهنیت بدل شو او داځل یې د طالبانو د نوم په اخیستلو دا برید وغندلو.

نو پر دې اساس زه فکر کوم چې د سولې له پروسې څخه د خلکو او رسنیو په گډون د هغو کسانو ایستل چې عمومي افکار جوړوي، په افغانستان کې د سولې د پروسې لویه ستونزه وه. له همدې امله خلکو د سولې په پروسه باور نه کولو او په دې پروسه کې د ډېرې روڼتیا غوښتونکي وو. همدارنگه لکه څرنگه چې آغلې سرابي وویل، د افغانستان هر وگړی د سولې غوښتونکی دی. دا جگړه زما له زېږون مخکې پیل شوې نو ما تراوسه په خپل ژوند کې یوه ورځ سوله نه ده لیدلې. مگر په ورته وخت کې هغه قیمت چې د سولې پر وړاندې پرې کېږي تر پوښتنې لاندې دی. باید وپوښتل شي چې موږ به د سولې پر وړاندې څومره قیمت پرې کوو او د دې پروسې مشري څوک کوي. که چېرې عام خلک او د دوی مشروغ استازي په دې پروسه کې نه وي، زه فکر کوم دا پروسه به سوله را نه ولي.

ښاغلی ډېوېډ سېډني: ډېره مننه ښاغلی سمیع مهدي؛ زه فکر کوم کومو شیانو ته چې اشاره وشوه ځینې شباهتونه او په څنگ کې یې ځینې توپیرونه پکې لیدل کېږي. غواړم د دې بحث د چلوونکي د امتیاز څخه په استفادې دوه پوښتنې وکړم؛  لومړۍ پوښتنه: زموږ د بحث ټولو ویناوالو د هېواد له گوټ گوټ څخه د سولې په پروسه کې د افغانانو او افغان ښځو په لویه پیمانه گډون ته اشاره وکړه. خو دا کار څنگه کېدلی شي؟ په دې توگه د سولې په پروسه کې د لا ډېر کډون په اړه څه نظرونه شته؟ له تاسو څخه به یې پیل کړو پروفیسور مېلي او وروسته به نورو مېلمنو ته ورشو. د گډون د ستونزې په اړه نظرونه او هغې ته د رسېدو لارې چارې؟

وېلیام مېلي: لومړی، که غواړئ چې ټول شموله پروسه ولرئ تاسو کافي وخت ته اړتیا لرئ. په داسې پروسه کې ډېره چټکتیا د هغې د ټول شمولیت دښمنه ده او د نخبه گانو د یوې وړې ډلې د گډون پرته به د نورو خلکو د گډون خنډ شي او په خبرو اترو کې د خلکو د پراخ گډون مخنیوی کوي. څو کاله مخکې ما او دوو تنو پولیسو په (کورنیگي انډومنټ) کې د اساسي قانون د چوکاټ سره په مطابقت کې د ملي ډیالوگ (خبرو اترو) د ترویج د شونتیا په اړه یوه مقاله خپره کړه. داسې یو چوکاټ چې هغه خلک چې په افغانستان کې د سیاست او د ژوند د شرایطو څخه ناخوښ وي، له نورو سره په آرامه او سوله ییزه توگه د خپلو اندېښنو شریکولو فرصت ولري. په دې شېوه کې په شته امتیازونو سر بېره، نور اړ نه یئ چې پروسه چټکه کړئ او سرعت به یې بشپړ او طبیعي وي.

همداراز زما په نظر چې د "جامع گډون" پېژندل هم مهم دي. ځکه چې خلک د سولې او د هغې د پایلو په اړه مختلف نظرونه لري. څو میاشتې مخکې د آکسفورډ پوهنتون د استاد، پروفیسور ریچارډ کپلن "د سولې اندازه کول" تر سرلیک لاندې یو ډېر ښه کتاب چاپ شو. د یاد کتاب استدلال دا دی چې سوله یو ډېر نامتجانس مفهوم دی چې د مختلفو خلکو لپاره مختلف مفهومونه لري، د ځینو لپاره سوله د هغې د اړین عنصر یعنی عدالت پرته معنا نه لري چې ښایي د راتلونکې لپاره عدالت پکې شامل وي مگر کېدای شي هغه څه چې په تېر کې په جنگ ځپلو ټولنو کې ترسره شوي، هم پکې شامل وي. او که دا موضوع له سولې د خلکو د  تعریف په رڼا کې ځای پر ځای شي، سوله یوازې د جنگ ختمولو په معنا نه ده. توماس هابز د لویاتان کورنۍ په کتاب کې وایي" د بدې هوا معنا د یو یا دوه ځله باران ورېدو په معنا نه ده." په اوسني نامعلوم حالت کې چې د یوه وخت لپاره د متقابل لوري لپاره تضمین نشته. سوله په یوه شېبه کې له جنگ څخه د ایستلو څخه لوړ مفهوم لري. که داسې وي ویلی شو ووایو چې هتلر په ۱۹۳۹ له وارسا څخه په وتلو هلته سوله راوسته. دا هغه څه نه دي چې ډېری خلک یې د سولې په اړه درک کوي، د دې موضوع تر ټولو غوره بېلگه چې ما تر اوسه لېدلې، د [عمومي عقیدې]  یوه شوروي مخالف تبصره ده. په دې اړه یې داستان ثبت کړې چې په ۱۹۵۰ کلونو کې په شوروي کې لاس په لاس کېده،. یو سړی یوه یهودي کشیش ته ورغی او ورته ویې ویل آیا جگړه به وشي؟ کشیش وویل نه، هېڅ جگړه به ونه شي، د سولې لپاره به دومره هڅه وشي چې هېڅ ډبره به پر خپل ځای پاتې نه شي.

ډېوېډ سېډني: آغلې وزیر سرابي!

حبیبه سرابي: زما وړاندیز ډېر عملي دی. تر ټولو د مخه موږ باید د پوهاوي اړوندو خپرونو ته پراختیا ورکړل شي.موږ باید داسې کسانو ته لاسرسی ولرو چې د ولایت په کچه او د ټولنې په کچه حضور ولري. په دې اساس، موږ مخکې له مخکې ځینې پروگرامونه جوړ کړي. خو که چېرې اړتیا وي، باید هر ولایت ته ولاړ شو ترڅو د خلکو سره خبرې وکړو او نظرونه یې واورو. نه یوازې د ښځو بلکې د ځوانانو او د جگړې د قربانیانو نظرونه هم باید واورو. موږ آن په هغه وخت کې ښاغلي خلیلزاد ته وړاندیز وکړ چې موږ د ښځو یوه ډله او مشورتي بورډ جوړوو. دا مشورتي بورډ به منظمې غونډې لري او د خبرو اترو پر مهال به د ښځو مشورتي بورډ هغه کس ته چې د طالبانو سره خبرې اترې کوي، مشوره ورکوي او په ورته وخت کې موږ د دوی لپاره یوې تخنیکي کمیټې ته اړتیا لرو. دا تخنیکي کمیټه او مشورتي بورډ باید هر وخت د هغه کس سره چې د طالبانو سره د مذاکرې پر میز دی،خبرې وکړي. البته د مدني ټولنې د جانبي فعالیتونو شتون یا جانبي حضوراو د ښځو د ډلې شتون ډېر اړین دی. باید داسې یو ځای وي چې مرکچيان له خلکو سره وگوري او همدارنگه د مرکچي ډلې سره د ښځو ډلې او مدني ټولنې د اړیکو لپاره ځای وي. دا زما عملي وړاندیز دی او دا مو آن د امریکا او طالبانو د خبرو اترو پر مهال هم وړاندې کړ. د جگړې قربانیانو لپاره هم هلته دې ته ورته ځای ته اړتیا ده. قربانیانو ته غوږ کېدل او د دوی د وړاندیزونو اورېدل ډېر اړین دي. د دوی وړاندیزونه باید واورېدل شي او په پرېکړو نیول یا د هوکړې په متن کې ځای ورکړل شي.

ډېوېډ سېډني: ډاکټر صدر!

ډاکټر عمر صدر: زما په فکر جامع گډون د "جامع والي" د ځانگړنو د ټاکلو په  جوړښت پورې اړه لري. له هغې معموله پوه، په پروسه کې د درو ډلو گډون دی چې عبارت دي له: قربانیان، اقلیتونه او ښځې. خو زه فکر کوم چې جامع گډون په ژوره معنا هم وکاروو چې د شفافو عامه چارو شتون هم پکې شاملېږي چې مخالفینو ته هم زمینه برابروي. تاسو باید د د هغه څه د ویلو او څرگندولو فرصت ولرئ چې د نظام یا مخلفینو سره په موافقت کې نه دي. دا چې د عمومي اجماع د منځته راوړلو لپاره داسې فضا شته کنه، دا خپله د پوښتنې وړ ده؛ خو په یقیني توگه چې دا ډول خبرو اترو مشري به د افغانستان روڼ آندي کوي او  داسې روڼ آندي چې د سولې د اصلي موضوعاتو په اړه بحث وکړي، په افغانستان کې ډېر کم دي.

دویم، په یوه څو ټوټه ټولنه کې اجماع او جامع گډون ډېر ننگوونکی کار دی. نه یوازې یادې دری ډلې، بلکې نړیوالې ډلې هم په پروسه کې د استازیتوب دعوه کوي. نو په دې اساس له نړیوالو ډلو استازیتوب به د رقابت سبب شي او  د پروسې په پایله به هم اغېز وکړي. ډېری نړیوالې ډلې فکر کوي چې د خبرو اترو په مېز استازیتوبد دوی سهم محدودوي او په پای کې به بیا سیاسي ډلبندۍ رامنځته کړي. د بېلگې په توگه هغه څه چې د طالبانو ضد ډلو په ناسته کې تر سترگو شول، خپله اجنډا یې د مېز پر سر کېښوده او له هغې څخه موخه هم یوازې په قدرت کې ونډه وه؛ اوس که پایله هر څه وي. نو له دې امله ځینې خلک په دې باور دي چې که د پروسې گډون له نړیواله اړخه وگورو، ښه دا ده چې په افغانستان کې په اصلي سیاسي موضوعاتو لکه انتقالي عدالت هم باید د اساسي موضوعاتو په توگه بحث وشي. د دې پر ځای چې یوازې د ټولو ډلو د گډون لپاره هڅه وشي، د ښځو حقونه باید د تضمین شي.

ډېوېډ سېډني: ډېره مننه ډاکټر صاحب. سمیع مهدي تاسو!

سمیع مهدي: زه یو ځل بیا د رسنیو له نظره خبرې کوم. زه فکر کوم د سولې د مرکچیانو شخصیت او ځانگړنې باید د سولې پر پروسه د عامو خلکو باور زیانمن نه کړي. که چېرې د باور وړ نه دي یا د ځان یا هېواد په اړه د خپلو پټو اجنډاوو په هکله اندېښنې لري، نو دا د سولې پر پروسه عام باور اغېزمنوي. لومړی ټکی؛ او دوهم ټکی دا چې پروسه باید ټول شموله یا جمع وي.  په افغانستان کې جامع گډون یوازې د مختلفو قومي ډلو گډون نه دی؛ بلکې مختلفې فرهنگي ډلې، نسلونه او ښځې پکې شاملې دي. ښځې باید په لویه کچه د سولې په پروسه کې استازي ولري او حضور یې یوازې سمبولیک او نمایشي نه وي. د دوی اندېښنې، نظرونه، ارزښتونه هم باید په پروسه کې شامل شي. له دې پرته به موږ د سولې د پروسې په نوم څه ونه لرو؛ بلکې بېرته به ۹۰مو او ۲۰۰۰ کلونو ته د بېرته تگ په معنا وي. حکومتي ټیم، هغه ټیم چې د افغانستان اسلامي جمهوري استازیتوب کوي باید له باوري څېرو جوړ شي. یوازې په دې دلیل نشي کولی د حکومت استازیتوب وکړي چې حکومت یې نوم اخیستی. نو له دې کله چې حکومت یو کال مخکې  ۱۲ کسه د مرکچي پلاوي د غړو په توگه معرفي کړل – په بښنې سره – هېچا وړ او جدي څېرې ونه گڼلې. رسنیو هم هغه خلک جدي څېرې ونه گڼلې او آن هېچا نه غوښتل له دوي سره مرکه وکړي. ځکه هېچا فکر نه کولو دا خلک به هېواد ته د سولې راوستو وړتیا ولري. ځکه دا څېرې په هېواد ک د سولې او جکړې اصلي لوري نه گڼل کېدل.

مننه.

ډېوېډ سېډڼي: ډېره زیاته مننه، غوښتل مې مخکې له دې چې د اورېدونکو پوښتنو ته ورشم، یوه بله پوښتنه هم وکړم. په بحث کې د کارپوهانو د پام وړ. که څه هم زموږ د بحث موضوع د سولې پروسه او مخکې پرته لاره ده؛ د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته په کتو چې په دریم هېواد (قطر) کې ترسره شوې، آیا په راتلونکي کې به هم له اوسني جوړښت سره دوام وکړي یا ښایي نوي جوښت ته اړتیا وي؟ څوک چې په دې اړه نظر لري، آیا هغه څه ته چې په تېر کې ترسره شول دوام ورکړل شي یا اړینه ده چې په راتلونکې کې د بدلونونو په تمه شو؟ ښاغلی مهدي، موخه مې یو متفاوت څه دي!

سمیع مهدي: زه فکر کوم د روان جوړښت دوام به موږ په افغانستان کې رښتینې سولې ته ونه رسوي؛ ځکه له یو کال هڅو او اته یا نهه پړاوونو خبرو وروسته ناکامه شوه. نو د خبرو په جوړښت کې یو بدلون ته اړتیا لیدل کېږي. افغانستان باید له لومړۍ ورځې د سولې په پروسه کې ور گډ کړل شي. له دې پرته زه به زه فکر کوم یو ځل بیا یوازې د امریکا او طالبانو د سولې پروسې شاهدان وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو سبب به شي او سوله به را نشي.

ډاکټر عمر صدر: که چېرته پروسه دوام مومي، باید ۳ شیان بدلون ومومي. ترټولو لومړی باید دولت محوره شي او د افغانستان حکومت باید د پروسې برخه شي. دا له امکانه لرې نه ده، ځکه موږ د آباټ آباد تجربه له ځان سره لرو. طالبان له حکومت سره د خبرو غوښتونکي وو. دویم ، باید د خبرو اترو د ۴ اجنډاوو تسلسل ته بدلون ورکړل شي؛ د سرتېرو وتلو ته په لومړي پړاو کې ځای ور نه کړل شۍ او وروسته نورو حل لارو او د طالبانو له خوا د ضمانت ورکولو ته ځای ورکړل شي. او اوربند باید له پیله په لومړیتوب کې وي. طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي. په دې پروسه کې د سیمې هېوادونو د گډون لپاره هم ځینې میکانیزمونه رامنځته شي. ځکه په یوه تېر کال کې هېڅ پام ورته ونه شو. که چېرې د سیمې گډون ته پاملرنه ونه شي، ښایي د هند او ایران په څېر اخلالگر پیدا شي؛ دوی هر یو یوه اخلالگر لوبغاړي ته اوښتی شي، نو د اخلالگرو د مدیریت څرنگوالی هم ډېره مهمه موضوع ده.

ډېوېډ سېډني: له ډاکټر صاحب څخه په مننې، آغلې وزیر صاحب؟

حبیبه سرابي: زه فکر کوم متحده ایالات باید د سیمه ییزې اجماع د جوړولو نوښت په لاس کې واخلي او همدارنگه د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د افغانستان د دولت ملاتړ وکړي. د افغانستان دولت باید د سولې په پروسه کې گډون وکړي. د افغانستان د دولت  د حضور پرته د سولې پروسه د افغانانو لپاره نه ده او هېڅ پایله به ونه لري.

مننه.

ډېوېډ سېډني: ښاغلی مېلي!

پروفیسور وېلیام مېلي: د دې دلیل چې دې پروسې تر دې ځایه دوام وکړ په راتلونکي کې د ټولو لگښتونو د مخنیوی لپاره ده. په دویمه نړیواله جگړه کې د چرچېل یو سیاسي مخالف ومړ. له چرچېل وپښتل شول چې له مړی [جسد] سره یې څه وکړو، ویې ویل: "مومیایي یې کړئ، ویې سوځوئ او خښ یې کړئ تر څو څو کوم چانس ونه لري." زه فکر کوم دا  نظر باید د سولې روانې پروسې په اړه هم پلی شي. په هېڅ صورت باید د افغانستان د حکومت د ایستلو هڅه ونشي؛ ځکه دا کار د اساسي قانوني  سره سم د  ۲۰ کلونو په پایله کې د ټول نظام د له منځه وړل په معنا دی. دا کار په نامسؤلانه توگه د هغې پروسې پیل دی چې د اساسي قانون ټولییز انځور کموي و او د افغانستان د خلکو لپاره به ډېرې ناوړه پایلې ولري. نو لومړی ټکی دا دی.

دویم ټکی، که چېرې وي چې په راتلونکې کې مشارکت را منځته کېږي، باید په بشپړه توگه رښتینی او د سیمې شرایطو ته په کتو رامنځته شي او زه فکر کوم په بحث کې زما همکارانو دې ته اشاره وکړه. ما د سولې د وروستۍ پروسې په هکله ځینې مقالې لوستې چې په هغې کې پاکستان ته هېڅ اشاره نه ده شوې؛ داسې لکه طالبان چې له افغانستانه بهرهېڅ پټڼځایونه نه لري چې د دوی په وړتیاوو کې ور سره مرسته وکړي. ځینې تحلیلونه مې لوستي چې وایي له طالبانو د اوربند غوښتنه مناسبه نه ده ځکه د طالبانو اصلي وسیله جگړه ده او طالبان په افغانستان کې دومره محبوبیت نه لري چې پر هغې په تکیې سره د سیاسي مشروعیت په لټه کې وي. دا ډېره اړینه ده چې د سولې پروسې د تجدید په اړه زموږ هره راتلونکې هڅه پر افغانستان د پاکستان د یرغلگریز وضعیت په بدلون باندې متمرکزه وي. که چېرې پر دې مسئله غور ونشي، ښایي د کاغذ پر مخ د طالبانو لاسلیک واخیستل شي، خو په عمل کې به د خپلو جیوپولوټیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نویو ډلو د تمویل او سمبالښت په موخه د استخباراتي عملیاتو د مخنیوي لپاره هېڅ څه ترسره نه شي. تاسو ښایي ورته غبرگون یا بله هره اصطلاح وکاروئ، ترڅو چې د دې ستونزې د حل لپاره گام پورته نه شي، د سولې د پروسې خبرې اترې یوازې باد په سوک وهل دي.

ډېوېډ سېډني: د خبرو په وروستۍ برخه کې مي د "باب ډېلان" سندرې ته ستاسو اشاره خوښه شوه. په دې سره اجازه راکړئ د حاضرینو پوښتنې راواخلم. تاسو لطفا مایکروفون ته انتظار شئ. خپل ځان را وپېژنئ او د کومې ادارې له خوا مو په دې بحث کې گډون کړئ او خپله پوښتنه په مشخصه توگه وپوښتئ. مننه. مایکروفون مو روښانه کړئ.

گیسو یاري: مننه، گیسو یاري یم. د افغانستان د ملکي خدماتو کمیسیون کارکوونکې یم. د سولې د پروسې په اړه ډېر ښه بحث او ښه نظرونه؛. زه د سولې د پروسې د عملي اړخونو په اړه یوه لنډه پوښتنه لرم. سره له دې چې د نخبگانو په یوځای کولو او یووالي په برخه کې ستونزې شته، د سیمه ییزو ‌ډلو پرته چې باید د سولې په پروسه کې شاملې شي، زه غواړم د نخبه ډلو د یوځای کولو په اړه چې بالاخره د افغانستان استازولي کوي، ستاسو وړاندیز واورم. څنگه کېدای شي سیاسي ډلې، ټولنیز مشران او د مدني ټولنې رهبران سره یو ځای شي تر څو یو گډې موخې ته ورسېږي او د سولې پروسې راتلونکې لار تعریف کړي؟

مننه. 

ډېوېډ سېډني: مننه دا ښه پوښتنه ده، لکه څنگه چې سمیع مهدي وویل، لومړۍ ډله چې د افغانستان استازیتوب لپاره نومول شوې وه، پوره نفوذ یې نه درلود. دویمه ډله ډېره لویه وه او درېیمه ډله هم شته چې د خلکو په نظر ښايي د افغانستان نسبي استازیتوب وکړي. نو استازي څرنگه کولی شي چې نه یوازې د کابل مېشته نخبه قشر بلکې د ټول افغانستان له ټولو سیاسي قشرونو څخه استازیتوب وکړي؟ ښاغلی سمیع مهدي غواړم  له تاسو یې پیل کړم.

سمیع مهدي: په احترام سره، حکومت د خلکو په یوځای کولو کې په ځانگړې ډول د کابل مېشته سیاسي نخبگانو په را ټولو کې خپله دنده په ښه توگه تر سره نه کړه. موږ نه وایو چې حکومت د ۳۰۰ کسیزه ډله دوحې ته د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره واستوي؛ مگر په ورته وخت کې لومړۍ ډله ډېره کمزورې وه. معرفي شوي کسان له اصلي غاړو نه وو او هېچا جدي ونه گڼل. ښایي ونشو کولی ټول د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تر په یوه خونه کې راټول کړو. زما موخه د خلکو یوه ډله ده چې د ټولنې د هرې غړي استازیتوب وکړي، خو کېدای شي نورې لارې هم وي لکه ډېر ډیالوگو یا خبرې اترې.

ډېوېډ سېډني: اجازه راکړئ بله پوښتنه راواخلم، زه فکر کوم پوښتنه نه ده ځواب شوې، له یوه بل کس څخه غواړم پوښتنې ته ځواب ووایي. په بښنې سره آغلې وزیر سرابي.

حبیبه سرابي: غواړم دا موضوع لږ روښانه کړم. که رښتیا ووایم دا ډېره سخته پوښتنه ده. کله چې موږ په لومړي ځل دوحې ته ولاړو، زه د استازو د نوملړ مسئوله وم. زه پوه شوم چې د ټولو نظرونو ته په نوملړ کې ځای ورکول څومره سخت کار دی. د جمعې ورځ وه او تاسو پوهېږئ چې جمعه په افغانستان کې رخصتي ده او موږ د سهار له نهو بجو د مازدیگر تر څلورو بجو خبرې وکړې، مگر پرېکړه مو ونشوی کړی چې څوک باید لاړ شي. د هغې ورځې په پای کې ۲۱۵ کسانو نومونه په نوملړ کې راغلل. دا ډېره سخته ده خو له نامکانه نه ده. موږ کولی شو دا کار وکړو او ډېر کارونه دي چې موږ کولی شو ترسره یې کړو. ډېر بحث کېږي؛ سیاسي څېرې ځي او راځي. ځینې سیاسي څېرې باید له خپلو دریځونو لږ په شا تگ وکړي. زه فکر کوم پرېکړه وکړو چې ښځې د مرکچي ټیمونو کې ولرو، کولی شي مهم رول ولوبوي. د افغان ښځو شبکه او ښایي ځینې وختونه د ښځو ډله د خبرو اترو لپاره له دوی سره ولاړې شي. همدارنگه مدني ټولنه تشویقولی شو ترڅو له سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي. ډېری سیاسې څېرې له حده زیاتې ټینگار کوي، ځکه غواړي د سولې اتلان وي.

ډېوېډ سېډني:. اوس پروفیسور مېلي، خو له هغې وروسته د پنل له څلورو غړو غواړم پوښتنو ته ځوابونه ووایي. یوازې یو کس ټاکم تر څو ځواب ووایي، او په دې سره به ډېرې پوښتنې ترلاسه کړو. پروفیسور تاسو!

ډاکټر عمر صدر: یو څه کولی شو، لومړی دا چې څنگه کولی شو د کابل دولت ته د مشروعیت ورکولو موضوع چټکه کړو  د سیاسي پارتیزنو چې له خطر سره مخ دي او د سولې له پروسې سره مخالفت کوي او نورو ډلو د د یووالي سبب شي. د سولې پروسه باید یوې ملي اجنډا او د پارتیزن سیاسیونو څخه ورهاخوا جامع شي. د دې کار ترسره کول ارزښت لري. دریم د سولې خبرو لپاره د اعتبار وړ او دوامداره فضا او او همدارنگه د مخالفینو لپاره د فضا رامنځته کول دي . زه فکر کوم د د داسې یو اړخیز سولې پروسې مخنیوی هم بوشي چې یوازې یوه ځانگړې ډله پکې په خبرو اترو بوخت وي. د سولې پروسه باید په مختلفو کچو، په سیمه ییزه [محلي] کچه او تولنیزه کچه مطرح شي او او په ملي کچه هم په هغې کې نخبگان او نور اړخونه شامل وي.

پروفیسور وېلیام مېلي: ډېر لنډ د یووالي اړوند پوښتنې په اړه، زه فکر کوم یووالی هغه څه نه دي چې په دې وضعیت کې یې د په حقیقي ډول تمه وشي؛ ځکه خلک د سولې پروسې اړوند مهمو مسئلو په اړه مختلف نظرونه لري. هغه څه چې په رښتیني توگه د امکان وړ دي د دې توپیرونو د مدیریت لپاره د میکانیزم درلودل او او د متفاوتو نظرونو راټولول دي چې بیا وروسته په سیاسي او ډیپلوماټیکه پروسه کې رول ولوبوي. په دې صورت کې د دولت مشروعیت د حکومت د مشروعیت په پرتله ډېر مهم دی. ځکه که مشروع حکومت ولرئ، خلک آن په ځینو ځانگړو مسئلو کې د حکومت له دریځ سره د مخالفت سربېره پوهېږي چې باید د حکومت څخه په سختۍ کې ملاتړ وکړي او د رښتینو ستونزو په اړه به د حکومت د ژمنو تطبیق شونی شي. په اوسني حال کې حکومت د خلکو او ډلو د یو موټي کوونکي په توگه له داسې موقف څخه برخمن نه دی او نه هم د مشروعیت په دريځ کې دی آن دا چې نظرونه مختلف هم دي او د ټولنې په ټولو سطحو کې شته.

مننه.

ډېوېډ سېډني: پروفیسور باري!

مایکل باري: زه مایکل باري یم، د افعانستان امریکایي پوهنتون استاد. ټول بحث ته مې ښه پام و. دا چې ډېر تمرکز په افغانانو او تر یوې اندازې پر پاکستانیانو او په ځانگړې توگه پر یوه افغان الاصله امریکایي باندې وشو، خو اصلي او جدي ستونزه [د فیل په کوـه کې متل پر بنسټ] خپله امریکا ده. د ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکا په ځواک کې د بدلونونو ته په کتو او په تېرو دوو نیمو کالونو کې د امریکا په خپله تگلاره کې د بدلونونو له امله د افغان عامه افکارو مغشوشېدو ته په کتو، غواړم د بحث له افغان غړو او په خاصه توگه له پروفيسور مېلي څخه دا پوښتنه وپوښتم: اوسمهال د امریکا تگلاره څه ده، د څه شي څرگندویي کوي او په سیمه کې باید څه ډول وي؟ کولای شم په یوه کوچني تصویر سره یې روښانه کړم؟ تاسو پوهېږئ چې ولې د امریکا د دیموکراتانو د حزب سمبول یو فیل دی. موږ چې کله په انگلیسي کې وایو "فیل په کوټه کې"  موخه مو دا ده چې لویه ستونزه شته خو ټول یې په لوی لاس له پامه غورځوي او ځان پرې تېر باسي، ستاسو د شاعرانو سنایي او مولانا شعرونه هم دا موضوع څرکندوي. د یوه فیل کیسه چې د ړندو کلي ته رسېږي، یو ړوند د فیل پر غوږ لاس وهي او وایي چې د خرما د ونې پاڼه ده، بل یې پښه لمسوي او وایي نه دا یوه لویه ستنه [پایه] ده خو یو د بل خبرې نه مني. نو ستاسو نظر د متحده ایالاتو د رول په اړه څه دی؟ آیا دا یو محوري رول دی که یو له خصمانه لوریو څخه گڼل کېږي؟

ډېوېد سېډني: له تاسو مننه ښاغی پروفیسور باري. څوک غواړي دې پوښتنه ته ځواب ورکړي؟ ستاسو نظر په دې سیمه کې د متحده ایالاتو په اړه او د افغانستان د دوی د تگلارې په اړه څه دی؟ پروفیسور!

ډاکټر عمر صدر: کله چې خبره د امریکا د تگلارې کېږي، زه فکر کوم له نیمې پېړۍ یا ۵۰ کلونو راهیسې امریکا خپل ډېر متحدین پرېښي دي. د بېلگې په توگه: حسن مبارک په مصر کې، د ایران پاچا او ډېر نور په منځني ختیځ کې. په همدې توگه امریکا افغانستان او د افغانستان حکومت هم د ښاغلي خلیلزاد د تگلارې په خاطر یوازې پرېښود، دا لومړی تکی و. دویم، ولسمشر ټرامپ او د هغې پرېکړې نه اټکل کېدونکې دي. زه فکر کوم موږ ټولې سناریوگانې اټکل کړې وې مگر هېچا هم فکر نه کولو چې ولسمشر ټرامپ د یو څه له امله د سولې خبرې اترې ودروي. نو په دې خاطر د ولسمشر ټرامپ چلند هم د امریکا د بهرنۍ تگلارې تحلیل او تجزیه ستونزمن کړي دي. دریم تکی هم د پوپولېزم فکټور [عامل] دی چې ټوله پروسه پرې راڅرخي؛ که چېرې یو امریکایی سرتېری ووژل شي، د سولې پروسه هم درېږي. له دې معلومېږي چې لوی سیاسي معیار نشته؛ او یوازې مخ او شا ته حرکت دی هغه هم د ټاکنو په خاطر، نو دا دری ټکي ډېر مهم دي.

ډېوېډ سېډني: مننه. ښاغلی سمیع مهدي !

 سمیع مهدي: زه یوازې یوه جمله وایم او هغه دا چې اوس موږ پوهېږو چې فیل په کوټه کې شته او چلند یې هم نه اټکل کېدونکې دی. دا یوازې هغه څه دي چې د ښاغلي ټرامپ په اړه پرې پوهېږو. فیل په کوټه کې دی او چلند یې نه اټکل کېدونکی دی. له بده مرغه د سولې پروسه د دوو ټاکنیزو پروسو تر منځ ودرېده، یوه په افغانستان کې او بله په متحده ایالاتو کې. د افغانستان حکومت، ولسمشر او زموږ نور سیاسیون د سولې پروسې په هکله یوازې د خپلو ټاکنیزو گټو سره سم خبرې کوې. او دې ورته خبره په امریکا کې هم ده. نو موږ پر ټویټر د یوه بل پیغام انتظار یو!

ډېوېډ سېډني: مننه، ښه په مهربانۍ سره تاسو ځان را وپېژنئ.

ډییر واکر: زه ډییر واکر یم د افغانستان امریکایي پوهنتون استاد؛ زما پوښتنه په ځانگړي ډول پروفیسور ته متوجه ده. څو کاله مخکې تاسو یوه مقاله د سره صلیب د کمیتې نړیوالې ارزونې په ژورنال کې خپره کړې وه. زما په نظر تاسو هلته ویلي و چې افغانستان څرنگه د آسیا د سویس په توگه خپل ځای له لاسه ورکړ. او تاسو هلته د طالبانو د را پورته کېدو په اړه هم لیکلي وو. نن د هغو نیمگړتیاوو په اړه وغږېدې چې د خبرو اترو پر مېز یې طالبانو ته څوکۍ ورکړې. تاسو په خپلو گڼ شمېر آثارو کې نړیوال قانون،  ډیپلوماټیک قانون او د جینیوا کنوانسیون ته اشارې کړې دي. نو په دې اساس امریکایان باید له چا سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې له طالبانو سره په جگړه کې ده. نو زه فکر کوم چې ټول په دې پوهېږي چې امریکا له طالبانو سره، هغه ډله چې دوی ورسره جگړه وکړه، خبرې اترې کوي.. اوس خبره په دې کې نه ده چې څوک باید له خبرو وایستل شي. غواړم له تاسو واورم چې امریکا باید له چا سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې طالبان د امریکا پر وړاندې د جگړې لوری دی، او د امریکا گټې هم بېرته کور ته د خپلو سرتېرو په را ستنولو پورې تړلې دي.

پروفیسور وېلیام مېلي: اجازه را کړئ ستاسو د نظر هغې برخې ته چې د یوه نړیوال لوبغاړي په توگه د طالبانو د موقف په اړه دی، ځواب درکړم. کله چې یو څوک وایي متحده ایالات له طالبانو سره جکړه پیل کړه، دا موضوع طالبانو ته یوازې یو ځانگړی موقف ورکوي او لومړی باید دا وپوښتو چې آیا طالبان له دې موقف او مقام څخه خوښ دي کنه. د بېلگې په توگه کله چې د دوو هېوادونو تر منځ د جگړې بحث وي او ځواب هم ښایي په بل ډول شرایطو بیان شي. طالبان په ۱۹۹۶ په کابل کې واک ته ورسېدل او تر ۲۰۰۱ کال پورې  یې حکومت وکړ. په داسې حال کې چې یوازې دریو نړیوالو لوبغاړو لکه پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دا ډله په رسمیت پېژندله. د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پر افغانستان د طالبانو واک په رسمت ونه پېژندلو او په نورو نړیوالو ناستو کې یې هم د افغانستان د کنټرول په اړه کومه بریا ترلاسه نه کړه. نو کله د طالبانو د ډلې د ماهیت ټاکلو خبره کېږي ، یوازې د یوې وسله والې ډلې په توگه لیدل کېږي. خو آیا څوک له حقوقي نظره ویلی شي چې امریکا له طالبانو سره جگړه پیل کړه کنه، دا يوه بېله پوښتنه ده. که له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا په افغانستان کې د امریکا ښکېلاک ته ورشو او دا چې آیا دا یوه مشروع مداخله وه؛ بېرته لیدل کېږي چې خبره له طالبانو سره د امریکا جگړه نه، بلکې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر اساس پر افغانستان تېری او په افغانستان کې د امریکا حضور او د هېواد د سیاسي نظام بدلون د بن هوکړه لیک او د ورپسې هوکړه لیکونو پر بنسټ ومنل شول. له هغې وروسته د افغانستان حکومت په خوښه او رضایت و او افغانستان د ډېرو نړیوالو هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شو. ښایي دا موضوع بې ځایه ښکاره شي، خو زما په نظر د موضوع محور همدا دی. د متحده ایالاتو حضور دلته کېدای شي د نړیوالو قوانیونو په رڼا کې د مشروع حکومت د موقف پر وړاندې د گواښونو سره مقابه وگڼل شي. طالبان هم په دې صحنه کې د ښه موقف غوښتونکي وو او د بې گناه او ملکي خلکو له وژلو یې د سټراټیژیکو تکتیکونو په توگه کار اخلي تر څو ځان لوبې ته د ننه کړي. نو بیا دا پوښتنه کېږي چې له طالبانو سره خبرې اترې کوم ارزښت لري او کنه. اوس بېرته د مېز اصلي موضوع ته را گرځو چې د سولې د پروسې د رښتینو ځانگړنو په اړه ده. خبرې اترې پیل شوې او اوس درېدلې دي. زما په نظر د طالبانو غوندې یوې ډلې ته باید ډېر مخکې خبرداری ورکړل شوی وی، د دې موضوع په اړه په لوړه کچه شک چې آیا هر مثبت شی د ظلم شونتیا هم منځته راوړي. په تېرو خبرو کې مو دې موضوع ته اشاره نه وه کړې، خو اصلي خبر دا ده چې هېڅ داسې سند نه شته چې کله طالبان قدرت ته ورسېږي او دولت تر واک لاندې راولي، د دوی چلند به د ۱۹۹۰ کلونو په پرتله بدل شي. هغه کسان چې غواړي پوه شي چې د سولې پروسه به څه غوښتنې ولري، باید دې تکي ته یې هم پام وي. زما په نظر دا یو مناسب ځواب و.   

محمد: ستاسو له ښکو نظرونو مننه. زه محمد عثمان طارق د سولې لپاره د اروپا له انسټیټیوټ څخه چې د افغانستان د سولې وزارت سره په گډه کار کوي. زه کومه پوښتنه نه لرم بلکې یوه ټکي ته غواړم اشاره وکړم. زما د تجربې پر اساس په یوه ځای کې د د سولې د پروسې ځنډېدل د پروسې د ختم په معنا نه ده. دا پروسه به پر مخ ځي. موږ یو متل لرو چې "په هغه ویاله کې چې اوبه تللې وي، بیا هم ځي." زه فکر کوم د سولې خبرې همدلته نه دي پرېښودل شوې. دویم ټکی چې د یوه افغان په توگه یې غواړم وړاندې کړم، دا دی چې د افغانستان دولت باید یوازې د امریکا او طالبانو د سولې پر پروسه تکیه ونه کړي، باید خپله B او C پلانونه هم ولري. که دا پلانونه وي، که یو پلان ناکامېږي، بل به پر مخ روان وي. زما پوښتنه دا ده چې ایران او هند د د خبرو اترو څخه څومره څنډې ته کړل شوي؟ که څه هم زه فکر نه کوم چې ایران د د خبرو اترو څخه وتلی وي ځکه دوی د طالبانو ملاتړي دي. هېچا د روسیې د رول په اړه څه ونه ویل. روسیه څومره په دې خبرو کې ښکېل ده او دا بحثونه به تر کومي کچې د طالبانو، سیاسونو او همدارنگه افغان حکومت، H.B.C او طالبانو تر منځ ولېږدول شي. دری یا څلور غونډې په مسکو کې جوړې شوې چې رسنیو هم سم پوښښ ورنکړ او زموږ سیاسیونو هم مسکو ته تگ راتگ کولو. 

ډېوېډ سېډني: مننه، په ټوله کې د پنل غړو د تېر، اوس او د نورو هېوادونو په رول باندې پوره بحثونه وکړل. مگر زه فکر کوم د سولې په پروسه کې د ایران او هند د رول په اړه بحث پر خپل ځای پاتې دی. ایا د پنل کوم غړی په داوطلبانه توگه غواړي د ایران او هند د رول په اړه څه ووایي؟

پروفیسور وېلیام مېلي: یوازې غواړم د روسیې په اړه تبصره وکړم. خوښ یم چې د روسیې موضوع مو را مخکې کړه. زه فکر کوم د روسیې په ارزونه کې یوه ستونزه دا ده چې روسیېه په نړیوالو مسئلو کې هم ستراتیژیک ظرفیتونه لري او هم پټ. نو د روسیې له لوري په مسکو کې د سولې د خبرو اترو د پلاوي کوربتوب ارزونه سخته ده. آیا دوی د خپل ستراتیژیک هدف په لټه کې دي یا د نورو قدرتونو په غیاب کې د داسې فرصتونو په برابرولو سره غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.زه فکر کوم یو له مهمو لوبغاړو چې باید پاملرنه ورته وشي، هغه روسیه ده. خو د لوبې څرنگوالی یې معلوم نه دی. او د B او C پلانونو په اړه ستاسو وړاندیزونه منم. د ډیپلوماسۍ یو له لومړنیو روشونو څخه دا دی چې کله د سولې اخبرو ته ځې، دېر شمېر ټاکنې له ځان سره ولرې. که X یا  Y یا.... لوبې ته د ننه شو څه گامونه باید واخیستل شي. هغه څه چې د ټولو د حیرنتیا سبب شوي دا وو چې د سولې [پروسې] ریښې بالاخره د ولسمشر ټرامپ په ټویټري پیغام مالوچ شوې. له میاشتو راهیسې وایم چې څرنگه ولسمشر ټرامپ وروستی پرېکړه کوونکی شو؟ د امریکا د تاریخ تر ټولو نه اټل کېدونکی ولسمشر، او هغه کسان چې په کنایه او پېغور د ټرامپ له ټویټ څخه په وېره کې شول، هغه کسان چې د ټرامپ د داخلي سیاست په لیکنې کوي و دا چې ولسمشر ټرامپ تر کومې کچې خطرناک دی. ټرامپ هغه معما ده چې تر اوسه نه ده کشف شوې.

ښاغلی ډېوېډ سېډني: مننه، ډاکټر صدر په راتلونکي کې د ایران او هند د رول په اړه خبرې وکړئ.

ډاکټر عمر صدر: د پروفیسور مېلي یوه شاگرد (نشانک) د سولې په پروسه کې د اخلالگرو د ډول پېژندنې په اړه لیکنه کړې ده. معمولا کله چې موږ د سیمې د هېوادونو د رول په اړه خبرې کوو، کولی شو دوی ته اخلالگر یا مداخله کوونکي ووایو. خو باید د دې اخلالگرو ځانگړي ډولونه وپېژنو. روسیه په ځینو مواردو کې په آسانۍ کابو کېدای شي ځکه روښانه گټې لري. خو پاکستان ته د دوی د چلند بدلولو قناعت ورکول خورا سخت کار دی. د ښاغلي خلیلزاد دې خبرې سخت حیران کړم چې وویل پاکستان د طالبانو سره اداري اړیکې نه لري. موږ دا ټول موضوعات په اشتباه درک کړي دي. نو د سیمې د وضعیت تحلیل او د پاکستان د چلند  پر بدلون باور کول دومره ساده نه دي.

ډېوېډ سېډني: ډېره زیاته مننه. تاسو په وروستي قطار کې. هیله کوم مایکروفون واخلئ.

میترا: مننه؛ میترا یم او د ډیالوگ او پرمختگ په ملي مرکز (NCDP) کې د څېړونکې په توگه کار کوم. د سیمه ییزې اجماع په اړه دېرې خبرې وشوې. زه فکر کوم چې د افغانستان د ننه گډ نظر رامنځته کول ډېر اړین دي. لکه څنگه چې ولیدل شول طالبانو د خبرو اترو وپر مېز له یوه ځواکمن دریځ څخه خبرې کولې. ځکه موخه یې روښانه ده. مگر دې خوا ته زموږ حکومت یو څه وایي او سیاسي گوندونه بل څه وایي. او نوی نسل نورې غوښتنې لري. زه فکر کوم موږ یو ځواکمن دريځ نه لرو خو طالبان له یوه ځواکمن دریځ څخه خبرې کوي. پوښتنه دا ده چې څرنگه کولی شو د هېواد د مختلفو قشرونو تر منځ د نظر یووالی را منځته کړو تر څو له موږ سره مرسته وکړي چې د طالبانو سره له یوه ځواکمن دریځه خبرې وکړو. دویمه پوښتنه مې د ډاکټر عمر څخه ده. زه غواړم په نړۍ کې د نامتو ښوونیزو روشونو په اړه پوهه شم او دا روشونه له موږ سره په بین الافغاني مذاکراتو کې څه مرسته کولی شي؟

ښاعلی ډېوېډ سېډني: اجازه راکړئ له سمیع مهدي وغواړم چې دا پوښتنه ځواب کړي. ښه، آغلې سرابي لومړۍ پوښتنې ته ځواب ورکوي.

حبیبه سرابي: زه په دوحه او همدارنگه په لومړۍ سیمه ییزه غونډه کې په مسکو کې وم. دا پوښتنه د هرات د ځوانانو یوه استازي هم وکړه. طالبان په یوه نظر دي او واحد دریځ لري. طالبان یو ډول ډېکټاټورانه رژیم تعقیبوي. نو ، کله چې "امیر" په یو څه حکم کوي، ټول له هغې آیدئولوژۍ [نظریې] پیروي کوي. هغه متن چې دوی لیکلی دوی نشي کولی د هغې متن آن یوه کلمه هم بدله کړي. ما د اعلامیې د مسودې کمیټې مشري کوله، دوی د خپلې اعلامیې پښتو مسوده راوړه. کله چې موږ غوښتل دري ته یې وژباړو، دوی حیران شول چې آیا د پښتو له متن سره به سمه وي کنه. ځکه هغه متن د دوی د رهبرۍ له لوري راغلی و او دوی هېڅ شی نشوی بدلولی. دوی د گاډۍ آس غوندې دي. مگر ډيموکراسي بیا وایي چې هر څوک باید متفاوت فکر او نظر ولري. دا هغه څه نه دي چې ونشو کولی مدیریت یې کړو، موږ یې مدیریت کولی شو. مگر په دوحه کې ستونزه دا وه چې موږ لومړی ځل په الوتکه کې سره ولیدل او له غونډې مخکې مو له یو بل سره د نظرونو د تنظیمولو ناسته نه لرله. مسئله دا ده.  

[گډونوال پوښتنه کوي.....اورېدل کېږي نه]

حبیبه سرابی: ډېر کارونه باید ترسره شي. مگر ځینې مثبت ټکي شته. د مدني ټولنې، ځوانانو، ښځو او حکومت تر منځ د گډ نظرونه لیدل کېږي. دا ډېر مثبت ټکی دی او البته سیاسي گوندونه خپلې اجنډاوې لري. په ځانگړې توگه  د ټاکنو څخه مخکې؛ ځکه باید خپلې اجنډاوې پر مخ یوسي نو له دې امله تاسو د نظر ځینې توپیرونه لیدل کېږي؛ خو دا کابو کېدلی شي.

ډاکټر عمر صدر: لومړی د ځواکمن دریځ اړوندې پوښتنې په اړه؛ زه فکر کوم ورته والی د ځواک په معنا نه دی. تنوع خپله ځواک دی او په ډیموکراسۍ کې یو منل شوی اصل دی. مگر لکه څنگه چې پروفیسور مېلي وویل، د توپیرونو مدیریات دېر مهم دی، خو په افغانستان کې آن حکومت هم ورته والی د ځواک په توگه تعریفوي چې په پروسه باندې یې منفي اغېزه کړې. په نړیوالو روشونو او د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې یو قطبي حالت عموما سست او نړېدونکی دی. یو قطبي گرایي د نړیوال جهادېزم لپاره یو تدبیر دی. د آزاد اقتصاد نوی سیسټم هم تر یوې کچې دا نارضایتي او جهادېزم مطالعه کړی او بالاخره د ښي لوري او چپ لوري مفاهیم تر کومې کچې بې اړیکې دي او موږ په بشپړه توگه دغه د سیاسي نظر یووالی او دښمني نه شو درک کولی چې د دې پدیدې پایله ده او تر یوې کچې یې موږ هم بدې لارې ته کش کړي یو. نو په دې خاطر که تاسو د ځواک د وېش نړیوال جوړښت ته پام وکړئ، یو قطبي والی چې امریکا یې مشري کوي، د تېرېدو په حال کې دی. دا سیسټم تلپاتې نه دی او په نړیواله جهاد گرایۍ کې دا بې ثباتي چې طالبان یې یوه برخه ده، لیدل کېږي.

ډېوېډ سېډني: پروفیسور مېلي تاسو غواړئ څه ووایئ؟

پروفیسور وېلیام مېلي: هو، زه خوښ یم چې د ارزښتونو موضوع ته مو اشاره وکړه ځکه دا د خبرو اترو په اړه ځینې شیان په نښه کوي چې معمولا سترگې ورباندې پټېږي. د خبرو اترو د چوکاټ ټاکلو یا اسکلېټ بندي ډېر ارزښت لري. کوم شیان د اساسي مسئلو په توگه ټاکئ تر څو بیا پرې بحث وشي او حل شي. کلونه کېږي چې د افغانستان د ستونزې د چوکاټ ټاکلو د څرنگوالي په اړه اندېښمن یم ځکه ځینې په متفاوته سترگه ورته گوري.لکه څنگه چې په امریکایي رسنیو کې د پخوانۍ امریکایي چارواکې لورال ميلا مقالې د افغانستان ستونزه تعریف کړې وه، د ټولو لوریو د گټو د تضاد و. اوس چې کله په منازعه کې یوازې د گټو تضاد تعریف شي، پر دې موضوع دلالت کوي چې د ستونزې لپاره گډه لاره شته چې غواړئ هغه وکاروئ او د حل لارې د پیدا کولو لپاره ډېرې سرچینې لاسته راوړئ. دا کار هغه وخت د پلي کېدو وړ دی چې هغه ښکلېلې خواوې چې له یو بل سره په منازعه کې دي، تر منځ یې مختلف ارزښتونه وي. زما په نظر د طالبانو او د ټولنې د نور غړو د ارزښتونو تر منځ توپیر دومره دېر دی چې یوازې د یوې معجزې له لارې د حل کېدو وړ دی، هغه خو څه کوې چې نیمگړې بین الافغاني خبرې د دا ستونزه حل کړي. کله چې انشعابي [تیت او پرک] بسنټیز ارزښتونه ولرئ نو په دې معنا نه ده چې د هر ډول حل لارې لپاره لار هواره ده او کولی شئ د جگړې ډگر ته د جنگي وسایلو په لېږدولو یا هغې ته ورته شي، خپل رول ولوبوئ. په دې اساس په دې اړه روښانه درک ته اړتیا شته او  هغه دا چې موږ یوازې د گټو تضاد ته نه گورو بلکې د دوو ډلو تر منځ د جگړې هاوخوا پېچلو شخړو ته گورو.  

ډېوېډ سېډني: بېرته تاسو ته را گرځم؛ دلته ځینې زدکړیالان هم شته او د ځوانانو د گټو په اړه خبرې وشوې، کوم زدکړیال که پوښتنه لري، هو تاسو!

مهدي: ټولو ته سلام، زما نوم مهدي دی، د افغانستان امریکایي پوهنتون زدکړیال یم. سوال په دې توگه دی؛ دری عمومي ډلې لرو: افغان دولت، متحده ایالات او طالبان. زما پوښتنه دا ده چې د سولې په هکله د نړیوالو هڅو سربېره ولې طالبان بیا هم غواړي یوازې له امریکا سره خبرې وکړي؟ د طالبانو اصلي غوښتنه څه ده چې یوازې امریکا یې ورکولی شي؟

ښاغلی ډېوېډ سېډني: ډېره مننه. څوک غواړي دا پوښتنه دا پوښتنه چې ولې طالبان غواړي یوازې له امریکا سره خبرې وکړي، ځواب کړي؟ آغلې وزیر....

حبیبه سرابي: کله چې ما له دوی سره خبرې وکړې، دوی وویل چې دوی حکومت درلود، دوی سیستم درلود او دا امریکا وه چې د دوی سیستم یې ویجاړ کړ نو له همدې امله دوی غواړي لومړی له امریکا سره او بیا له هغې وروسته د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي.

پروفیسور وېلیام مېلي: ستاسو د پوښتنې په ځواب کې، یوه ځانگړې سټراټیژي شته ده چې د افغانستان د حکومت نامشروع کولو لپاره کارول کېږي. حکومتونه په نړیوالو چارو کې ځانکړی موقف لري چې په ټولو چارو کې د دولتونو له استازیتوب سرچینه اخلي او د پالیسۍ په ټولو برخو  کې صلاحیت لري. نه پر دې اساس، که چېرې د خپل موقف د ښه کولو په لټه کې وئ مگر بشپړ صلاحیت ونه لرئ، هغې ته د رسېدو یوه لار د هغو کسانو نامشروع ښودل دي چې تاسو یې ننگوئ او په کلاسیک ډول د دې موضوع د سرته رسولو څرنگوالی په ډیموکراټیکو ټاکنو نوماندېدل دي او د ټاکڼو د عادلانه ترسراوي په صورت کې د هغې د پایلو منل دي؛ آن د بایلوو په صورت کې. مگر د هغې ډلې لپاره چې د بنسټیزو ستونزو له امله له ټاکنو په تېښته دي غواړي قدرت ته ورسېږي چې تر شا او خوا راټول کسان یې نه غواړي قدرت ته ورسېږي. دا د دې ډول ډلو مخکینې غوښتنه ده.

ډېوېډ سېډني: ښاغلی سمیع مهدي تاسو!

سمیع مهدي: لکه څرنگه چې پروفیسور مېلي وویل، له دولت سره خبرو اترو ته د طالبانو نه کېناستل د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دویم، فکر نه کوم طالبان د له ولسمشر ټرامپ سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي. ځکه له امریکا سره د هوکړې وروسته به هم په مستقیمه توگه د افغانستان دولت سره خبرو ته حاضر نه شي. طالبانو تل ویلي چې له افغان حکومت او د ټولنې له نورو غړو سره چې حکومت یې هم یوه برخه ګڼل کېږي، خبرې اترې کوي. دلیل یې هماغه د حکومت د مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي؛ ځکه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به افغان حکومت د سولې پر پروسه خپل هغه اساسي نفوذ چې د نړیوالو سرتېرو حضور دی، له لاسه ورکړي.

ډېوېډ سېډني: مهرباني!!

میوند رهیاب: زه میوند رهیاب یم. زه فکر کوم د سولې پروسې په خبرو اترو کې یو تر ټولو پېچلو ستونزو او ننگونو په الافغاني خبرو کې د نورو ډلو تر منځ د حکومت رول یوازې د یوه لوبغاړي یا د یوې ډلې کچې ته راښکته کول وو. غواړم د سولې پروسې په راتلونکي کې د حکومت د رول په اړه د پنل د غړو د نظر په اړه پوه شم. که ولسمشریزې ټاکنې د منلو وړ وي، له هغې وروسته هم د حکومت رول ته یوازې د یوه لوري په توګه پاملرنه وشي او یا حکومت باید د سولې پروسې مشري وکړي؟

ډېوېډ سېډني: مننه، پروفیسور بري هم وویل چې د ایران مسئله روښانه نه شوه. له ویناوالو غواړم خپل وروستي نظرونه په څو دقیقو کې وړاندې کړي او دا چې آیا افغان حکومت د بین الافغاني خبرو یوه برخه وي یا یې مشري هم په لاس کې واخلي؟

که غواړئ د ایران په اړه څه ووایئ، د خپلو وروستیو څرګندونو کې یې په اړه ووایئ. ښاغلی سمیع مهدي!

سمیع مهدي: زما په نظر ستاسو د پوښتنې ځواب تر ډېره د شنبې ورځې په ټاکنو پورې اړه لري. که چېرې دا ټاکنې هم د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته ورته وي زه فکر نه کوم چې راتلونکی حکومت به د سولې پروسې د مشرۍ په موقف کې وي. خو که چېرې راتلونکې ټاکنې په سمه اوعادلانه توګه ترسره شي، په پایله کې به یې داسې یو حکومت را منځته شي چې ډېر مشروعت به لري او کولی شي د طالبانو پر وړاندې د سولې پروسې مشري وکړي. د ایران په اړه به ووایم چې هرڅومره چې د ایران او متحده ایالاتو اړیکې خرابې شي په همغه انداره د سولې په پروسه او د افغانستان په ثبات اغېزه کوي. تاسو پوهېږئ چې ایران، پاکستان او زموږ ټول گاونډي هېوادونه دلته د خپلو گټو په لټه کې دي. زه فکر کوم د منځني ختیځ پېښې کې او د ایرن او سعودي عربستان تر منځ اختلافات هم په افغانستان اغېزه لري. موږ فاطمیون ډله پېژنو، د یادې ډلې ځینې غړي بېرته افغانستان ته د راتلو په حال کې دي، داعشیان له افغانستان او مرکزي هېوادونو بېرته په افغانستان کې د یوځای کېدو په حال کې دي او ښایي په دې هېواد کې پاتې شي یا مرکزي آسیا ته ولاړ شي. نو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې شته او د ایران او سعودي عربستان اړیکې پر روان وضعیت لا ډېره بده اغېزه وکړي.

ډآکټر عمر صدر: زه هم موافق یم؛ د ټاکنو پایلې به د سولې په پروسه کې د افغانستان موقف روښانه کړي. که چېرې د ټاکنو پپایله یو ځواکمن حکومت وي، حکومت به د سولې پروسې د رهبري کولو لپاره ډېر مشروعیت ولري. آن که د ټاکنو گټونکی قاطع اکثریت رایې هم ترلاسه کړي باید په پروسه کې د نورو ګډون لپاره زغم ولري. په سیمه کې هم شته لیدلوری او ستراتېژي ګانې متفاوتې دي. د ایران په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه لومړیتوب لویو افتصادي او جیوپولوټیکي پروژو لکه چابهار بندر، د شمال – جنوب دهلېز او د ایران او هند اړیکو ته ورکړی چې په سیمه کې د امریکا اوږدمهاله حضور د دا ډول پروژو پر وړاندې خطر بولي. دویم، د ایران اندېښنه په افغانستان کې د داعش د ډېرېدونکي حضور په اړه ده، مګر په هر حال په پروسه کې د ګډون غوښتنوکی دی چې مشري یې امریکا کوي.

ډېوېډ سېډني: آغلې وزیر!

حبیبه سرابي: نه یوازې ایران، بلکې لکه څنگه چې سمیع مهدي هم اشاره ورته وکړه، د ایران او سعودي عربستان اړیکې هم په مستقیمه توگه د سولې پر پروسه اغېزه کوي. د هند او پاکستان اړیکې هم هغه څه دي چې د افغانستان د سولې په پروسه په مستقیمه توګه اغېزه کوي. نه یوازې دا هېوادونه، بلکې چین هم چې له پاکستان سره ایکې لري په دې هڅه کې دی چې له دې اړیکو څنگه گټه واخلي. نو له دې امله افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی چې د روسیې په گډون د سیمې ټول هېوادونه دلته د خپلو ګټو په لټه کې دي او د سیمې د هېوادونو ګټې د سولې په پروسه اغېزه کولی شي. د پوښتنې د بلې برخې په اړه به ووایم چې هو البته. زه هلیه منده یم چې له ټاکنو وروسته یو ځواکمن دولت ولرو. دلوت کولی شي د سولې د پروسې مشري وکړي. لکه څنگه چې ګران ملګري وویل، زموږ سترګې باید یوازې متحده ایالاتو ته نه ويي، نورې ټاکنې [انتخابونه] هم باید ولرو.

پروفیسور وېلیام مېلي: مننه. زه فکر کوم چې په اصل کې حکومت باید د سولې د پروسې مشري وکړي. یوازې په یوه حالت کې حکومت نه شي کولی د سولې د پروسې د مشرۍ په موقف کې وي او هغه داسې حکومت دی لکه په ۱۹۸۱ کال کې د ببرک کارمل حکومت چې له سلطنتي یا استبدادي اقتدار او استقلال برخمن و، یعنې د جمهوري یا عامه حکومت بر عکس. خو د ناجمهوري یا ناعامه حکومت په نشتون کې هم د خبرو اترو تاریخي هڅې دومره د قناعت وړ نه دي. دری تاریخي بېلگې شته: د  ۱۹۸۳ کال په سپتمبر کې د مونیخ کنفرانس چې برتیانیا، فرانسې، آلمان و او ایټالیا په چکسلواکیا کې د سوډڼت لنډ[سوډنټ سیمې] په اړه د چکسلواکیا د استازو په نشتون کې خبرې اترې وکړې او په ۱۹۳۹ کال کې آلماني ځواکونو له هغې سرغړونه وکړه. د ویټنام په اړه د پاریس کوډونه چې په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو او یاغیانو تر منځ د سایگون [د جنوبي ویتنام پلازمېینه] د ماتې څخه وروسته د ۳ کالو څخه په کمه موده کې ترسره شول. او ورپسې د بوسنیا د حکومت قضیه چې ملگرو ملتونو او امریکا له ملگرو ملتونو سره د بوسنیا د حکومت له یوځای کېدو وروسته د بوسنیا له حکومت سره ترسره کړه، د بوسنیا له حکومت سره هم په جګړه کې د نورو ښکېلو ډلو په څېر چلند وشو چې په بوسنیا کې د نسل وژنې او نورو تولنیزو ستونزو سبب شو. له تاریخي پلوه داسې یوې بېلګې ته اشاره نشو کولی چې په هغه کې د سولې پروسې د غالب رول څخه د ناجمهوريِ یا ناعامه حکومت ایستل له ناورین پرته بل څه له ځان سره ولري.  

ډېوېډ سېډني: مننه پروفیسور مېلي. له ټولو مننه کوم. غواړم دا بحث ۴ ټکیو ته په اشارې راټول کړم. لومړی د پنل له غړو مننه کوم او له ټولو حاضرینو غواړم د دوی په ویاړ چکچکې ووهي. دویم، د بحث له ملاتړو هر یو د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د افغان مطالعاتو امریکایي انسټیټیوټ څخه مننه کوم، فکر کوم چې ډېر گټور بحث و. دریم، له ټولو حاضرینو، د پوهنتون د بهر څخه راغلو مېلمنو او د افغانستان د امریکایي پوهنتون له غړو څخه مننه وکړم. ستاسو له وخت او زغم د دې رخصتۍ په ورځ مننه کوو. د څلورم ټکي په توګه به ووایم چې سوله دلته د ټولو حاضرینو هیله ده. د افغانستان امریکایي پوهنتون، استادانو، زدکړیالانو او همکارانو هم ډېر درد او غم زغملی دی. موږ ملگري له لاسه ورکړل؛ داسې آشنایان مو وو چې په وروستیو بریدونو کې یې ژوندونه له لاسه ورکړل. د پوهنتون له ۱۰۰ ډېر زدکړیالان او کارکوونکي په یوه برید کې ټپیان شول. له ټولو هیله کوم دعاګانې ورته وکړي. زموږ دوه تنه استادان، هر یو کیون کېنگ او ټیموتی ویکس دری کاله مخکې وتښتول شول او تر اوسه بندیان دي په داسې حال کې چې د بندي پاتې کېدو لپاره یې هېڅ دلیل نشته. دری کاله کېږي زدکړیالان د دې دوو تنو استادانو له تدریس څخه محروم شول. دا استادان جنگي سرتېري نه وو او په چا یې برید نه و کړی. زموږ پوهنتون کوم نظامي ځواک نه لري او د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ نشو کولی. نو یو ځل بیا له هغو کسانو څخه چې د دې کار تر شا دي هیله کوو کېوین کېنگ او ټیموتي ویکس را خوشي کړئ. هر څوک چې زما غږ اوري او هر څوک چې کوم څه کولی شي، هیله کوو کېون کېنګ او ټیموتي ویکس بېرته موږ موږ ته راولئ. بیا هم د تاسو ټولو له پاملرنې مننه کوم. په دې هیله چې د سولې د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته شي.

 له تاسو ټولو مننه! 

 

 د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار[1]

[2] پروفیسور وېلیام مېلي William Maley، BEc LLB MA PhD او د ډيپلوماسۍ استاد، د آسیا پاسیفیک د ډيپلوماسۍ کالج. د آسیا او اقیانوسیې د ANU  پوهنتون.  ANU College of Asia and Pacific https://researchers.anu.edu.au/researchers/maley-wl

[3] لخضر براهیمي د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۳مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره دې سازمان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل وشو. په افغانستان کې د بشر دوستانه او د بشر د حقونو او سیاسي هڅو ترسره کولو پوره واک ورکړل شو.

[4] یوه نامتو امریکایۍ ورځپاڼه ده چې په واشنګټن کې خپرېږي.

[5] د افغانستان د لومړۍ مېرمنې دفتر چې په ۲۰۱۴ز کال کې تاسیس شو.

[6] پروفیسوره حمیده برمکي د حقوقو د څانګې یوه له نامتو استادانو او د په افغانستان کې د بشري حقونو فعاله وه. هغه د خپلې کورنۍ سره د ۲۰۱۱ز کال د جنوري په ۲۸مه په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شوه.