د افغانستان سوله د ترکمنستان په لومړیتوبونو کې ده

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۴:۴
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي رحیمي د دواړو هېوادونو ګډو فرهنګي ټکو او د ورورولۍ اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان په پراختیا او سیمه‌يیزو پروژو کې د ترکمنستان د همکارۍ او د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد د پاملرنې مننه وکړه.
ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک سولې ته د رسېدو لپاره په یوه ملي اجماع کې دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل او د ملي شورا له لوري یې تأييدېدل د دې موضوع ښکارندوی دي.
عبدالسلام رحیمي وویل چې د افغانستان حکومت د سولې ټول فرصتونه کاروي او د سولې دروازې به تل پرانیستې وساتي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک د سولې په بهیر کې د ترکمنستان د فعال رول هرکلی کوي او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړې ډله کې د دغه هېواد شتون غواړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم د دواړو هېوادونو د لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د افغانستان لپاره یې د سولې او آرامۍ هیله وکړه.
ده زیاته کړه چې ترکمنستان غواړي له افغانستان سره یې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شي؛ له همدې امله د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ تر څنګ د دغه بهیر د اسانولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
ده په پای کې وویل چې د افغانستان سوله د ترکمنستان په لومړیتوبونو کې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه