د افغانستان زیانمن اقلیتونه او د سولې بهیر تر سرلیک لاندې غونډه وشوه

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۱:۳۱
SMP

«د افغانستان زیانمن اقلیتونه او د سولې بهیر» تر سرلیک لاندې غونډه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د دغه وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د قومونو او بنسټونو د انسجام چارو مرستیال حضور درلود جوړه شوه.
د دغې غونډې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ګډونوالو ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ وویل، دغه ناسته د زیانمنو قومونو د نظرونو اورېدو او په سولې بهیر کې هغوی ته د ونډې ورکولو په موخه جوړه شوې ده.
وروسته د بشري حقونو او تاوتریخوالي د محوې مؤسسې مشر عبدالودود پدرام «د سولې په بهیرکې د افغانستان د زیانمنو اقلیتونو اندېښنې او غوښتنې» تر سرلیک لاندې څېړنې په اړه چې د بشري حقونو او مدني ټولنې د شبکې په مرسته شوې ده معلومات وړاندې کړل. ښاغلي پدرام وویل دغه څېړنه د سولې په بهیر کې د قومي او مذهبي لږکیو د غوښتنو او وړاندیزونو د ترلاسه‌کولو او د سولې په مذاکراتو کې د دغو لږکیو د شاملولو په موخه په لسو میاشتو کې په کابل، غور، بلخ، ننګرهار، نیمروز، جوزجان، بامیانو، نورستان او بدخشان ولایتونو کې شوې ده.
ورپسې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اجرائیه مشر سید حسین انوش د شوې څېړنې په اړه د بشپړو معلوماتو په وړاندې کولو سره د هېواد د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د هوکړې د نقض او جګړې ته د بېرته ګرځېدلو وېره، د لږکیو د حقونو نقض، د ښځو حقونه او بشري حقونه هغه موارد دي چې په دغه نظرپوښتنه کې د قومي لږکیو لپاره اندېښمنوونکي یاد شوي دي.
د دغې څېړنې د پایلو پر اساس، د اوربند اعلان، د قومي بېلابېلښت تائید او په رسمیت پېژندنه د قانون پر وړاندې برابري او د وروستیو دوو لسیزو ارزښتونو ساتنه هغه موارد دي چې ټینګار پرې شوی.
د دغې څېړنې پایلې ښيي چې 79.1 سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې د سولې په اړوند هېڅ پروګرام کې يې ګډون نه‌دی کړی او په همدې حال کې 80 سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره لېواله دي. همدا راز ۵۳ سلنه نورو بیا ویلي چې د سولې په مذاکراتو کې د دوی استازیتوب نه‌کېږي.
له‌بلې خوا په دغه څېړنه کې د حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې لپاره ځانګړي وړاندیزونه هم شته دي. په دغه څېړنه کې له حکومت غوښتل شوي چې قومي لږکي دې د سولې په بهیر کې ښکېل وي، د لږکیو استازي دې په تصمیم‌نیونه کې حضور ولري او له اقلیتونو سره مشوره وشي او همدا راز دې د قومي اقلیتونود حقونو د دفاع لپاره د هغوی له استازو ملي شورا جوړه شي.
همدا راز له طالبانو غوښتل شوي چې د افغان وګړو په ځانګړې توګه د قومي، ژبنیو او مذهبي لږکیو حقونو او آزادیو ته ژمن پاتې شي او د دغو لږکیو اندېښنو ته ځواب ووايي.
په دغه څېړنه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې د داسې دولت ملاتړ وکړي چې د قومي لږکیو حقونه په رسمیت پېژني او د نړیوالې ټولنې په پرمختیایي پروګرامونو کې د اقلیتونو حقونو ته پام وکړي.
د افغانستان د پشه‌یانو استازې انیسې پشه‌يي د زیانمنو لږکیو د استازو پرېکړه‌لیک ولوست، پر اوربند یې ټینګار وکړ او ویې ویل اړتیا ده د ټولو قومي لږکیو استازي د سولې په مذاکراتو کې ونډه ولري او د سولې د اړوندو بنسټونو په تشکیلاتو کې هم د دوی استازي حضور ولري.
د سولې په بهیر کې د قومي اقلیتونو معناداره حضور، د افغانستان د ننه د مذاکراتو دوام، د ملي مصالحې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او مذاکره‌کوونکي پلاوي پر مهمو پوستونو کې د قومي اقلیتونو حضور او د اقلیتونو د حقونو په اړه د ځانګړې مادې ځایول هغه موارد وو چې د دغې کمېټې په پرېکړه‌لیک کې پرې ټينګار شوی دی.
د افغانستان د اېماقو سرتاسري شورا رئیس ګل‌آقا محمدي وویل چې اړتیا ده د قومي لږکیو په شمول د افغانستان ټول قومونه د سولې په بهیر کې دخیل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې که ټول قومونه د سولې په بهیر کې ونډه ونه‌لري د سولې هڅې به پایله ورنه‌کړي او باید له برابر شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
د بامیانو ولایت د مدني ټولنې د همغږۍ مسؤول اسماعیل ذکي هم د سولې د ټول‌شموله او پراخ بهیر پر مخته وړلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید د قومي لږکیو د ګډون لپاره ولسواکه فضا رامنځته شي.
د غور ولایت د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې مسؤول استاد فایق هم ټینګار وکړ چې باید د قومي لږکیو نظرونو، وړاندیزونو او غوښتنو ته پاملرنه وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د غونډې د ګډونوالو له ګډون مننه وکړه او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ملت، دولت او سولې اړوندو بنسټونو د وصل ټکی دی او ټول افغانان د قانون پر وړاندې د مساوي حقونو لرونکي دي.
نوموړي د مذاکره‌کوونکي پلاوي فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې دغه پلاوي په تېرو درېیو میاشتو کې د جمهوریت دفاع کړې ده؛ ځکه جمهوریت هغه چتر دی چې تر لاندې یې کولی شو د ټولو قومونو، اقلیتونو او ملیتونو حقونه وساتو.
ښاغلي نادري همدا راز ټینګار وکړ چې افغانستان په حساس پړاو کې دی او د ټولو تمه د باعزته، تلپاتې او رښتینې سولې ټینګښت دی چې تر سیوري لاندې یې د افغانستان د خلکو ټول ارزښتونه چې د بیان آزادي، د لږکیو حقونه او نور حقونه راځي خوندي شي.
ښاغلي نادري وویل چې مذاکره‌کوونکي پلاوي دوحې ته له سفر وړاندې او د مذاکراتو په جریان کې په دوامدار ډول له بېلابېلو پاړکو او د ولایتونو له وګړو سره لیدنې کړې، د هغوی نظرونه یې اورېدلي او معلومات یې ورسره شریک کړي دي.
ښاغلي نادري همدا راز ډاډ ورکړ چې د ټولو قومونو او د ټولنې د ټولو پاړکو حقونه به د سولې په مذاکراتو کې په پام کې ونیول شي او د هېڅ ډلې حقونه به تر پښو لاندې نه‌شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې د مذاکراتي پلاوي غړي د افغانستان د ټولو پاړکو او قومونو استازولي کوي او د مذاکراتو په جریان کې به هم د افغانستان د ټولو خلکو له حقونو دفاع وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د قومونو او بنسټونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د دغې غونډې په راټولونه کې وویل چې سوله د ټولنې له ټولو قومونو او پاړکو سره تړاو لري او د سولې ټینګښت د ټولو خلکو هیله ده؛ له همدې امله ټول د نظر ورکولو حق لري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغو نظرونو د ځایولو لپاره د ټولو قومونو لپاره زمینه برابره کړې ده.
نوموړي همدا راز وویل هغه نظرونه او اندېښنې چې په دغه ناسته کې وړاندې شوې له مسؤولو چارواکو سره به شریکې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه