د افغانستان د ځوانانو له ډلې او د افغانو ښځو له شبکې سره د مذاکره کوونکي ټیم د غړو مشورتي ناسته

a.zia
جمعه ۱۳۹۹/۳/۳۰ - ۱۴:۴۲
SMP

د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د مشورې اخیستلو لپاره د مشورتي ناستو په لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم غړو له اتو زونونو څخه د افغانستان د ځوانانو ډلې او د افغانو ښځو شبکې له ۲۱ غړو سره په آنلاین ډول بحث او خبرې اترې وکړې. 
په سر کې د مذاکره کوونکي ټیم غړو ډاکترې حبیبې سرابي، خالد نور او شریفې زرمتۍ د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه ګډون‌والو ته معلومات ورکړل.
ورپسې ځوانانو د سولې د بهیر او د خبرو د پیل په اړه د مذاکره کوونکي ټیم له غړو سره خپل نظرونه شریک کړل.
ځوانانو له مذاکره کوونکي ټیم څخه وغوښتل چې د مهمو ملي ارزښتونو لکه جمهوریت، اساسي قانون په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د بیان د آزادۍ دفاع وکړي. 
دوی د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو پر بامعنا حضور ټینګار وکړ او د مذاکره کوونکي ټیم له غړو یې وغوښتل چې د دایمي اوربند پر اعلان تمرکز وکړي.
همدارنګه د غونډې ګډون‌والو ټینګار وکړ چې د خبرو په لړ کې باید له ښکېلو لوریو او همدارنګه ګاونډیو هېوادونو څخه د سولې هوکړه‌لیک د عملي کولو لپاره تضمین واخیستل شي.
همداراز دغو ځوانانو او د افغان ښځو شبکې غړو د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د سولې خبرو د ملاتړ لپاره به د ځوانانو د بسیج کولو په برخه کې کار وکړي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې باید د ځوانانو د مشورو په برخه کې له مذاکره کوونکي ټیم سره همغږي وشي.
د یادولو ده چې مذاکره کوونکي ټیم تر دې مهاله له بېلابېلو پاړکو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره څو ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه