د افغانستان د قزلباشو او بلوڅو د سراسري شوراګانو له استازو سره د سولې پروسې ملاتړغونډه وشوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند د سولې پروسې په ملاتړې غونډه کې د افغانستان د قزلباشو او بلوڅو د شوراګانو له استازو سره وکتل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر لاستهراوړنو، ننګونو او فرصتونو یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي څرګند د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت د سولې پروسې په اړه له مشرانو، مخورو، د خلکو له استازو، علماوو، مدني فعالانو، ښځو، ځوانانو، رسنیو او د هېواد له نورو پاړکو سره مشورتي ناستې کړې دي. ده وویل چې د دغو مشورتي ناستو په دوام به د دغه وزارت استازي له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د اساسي کړنلارې په توګه د سولې پروسې په اړه د خلکو د لیدلورو راټولولو او ملاتړ د جلب لپاره د هېواد زونونو ته لاړ شي.
همدارنګه ده ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د بشر او ښځو د حقونو په برخه کې د حکومت پر ژمنو ولاړ وي.
ده ټنیګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه د سیمهييزو ستونزو په حل کې اغېزناکه ده او سیمهييز او نړیوال اړخونه لري.
په دې ناسته کې د قزلباشو د انسجام شورا رئیس مشتاق کبیر هغه طرحه ګډونوالو ته وړاندې کړه چې د سولې پروسې په تړاو یې د بلوڅو له شورا سره په تفاهم جوړه کړې وه.
د ده په وینا په دغه طرحه کې زیانپېژندنه، له ناورینه وتل، ملي اجماع او پر بینالافغاني خبرو تمرکز شاملېږي.
ده د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د اوربند په اعلان، له قومي مخالفتونو سره په مبارزه او حکومت ته د خلکو د سیاسي باور په بیا را ګرځولو کې هڅې وکړي.
د افغانستان د بلوڅو شورا رئیس نظامالدین فطرت بلوڅ هم د یادې ګډې طرحې د بلې برخې په وړاندې کولو سره پر ملي اجماع او بینالافغاني خبرو پر تمرکز او د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې د سولې د مشورتي بورډ پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د دواړو یادو شوو شوراګانو غړو د سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې د سولې پروسې د مخ ته وړلو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
