د افغانستان د سولې کور بنسټ له غړو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د مرستیالې لیدنه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۸:۴۷
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې «د افغانستان د سولې کور» بنسټ له غړو سره وکتل. 
په دغه لیدنه کې د افغانستان د سولې کور بنسټ غړو د پېژندګلوۍ ترڅنګ د دغه بنسټ د کارکړنو، فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
دوی همدا راز د افغانستان د سولې کور او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې. 
ډاکتر عالمې د دغه بنسټ د کاکړنو د ستاینې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ځانګړې توګه د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو معاونیت چې تل له مدني ټولنې سره په نږدې اړیکه کې دی، هڅه کوي تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ ګډې همکارۍ پراخې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه