د افغانستان د سولې بهیر د سیمې له وضعیت سره نږدې اړیکه لري
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ناټو له ملکي سفیر نیکلاس کې او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د افغانستان د سولې بهیر د سیمې له وضعیت سره نږدې اړیکه لري.
ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې پر بهیر د سمیې د هېوادونو دوهاړخیز اغېز ته په اشارې سره وویل چې حکومت په دې برخه کې د ناټو سازمان او نړیوالو شریکانو همکاري غواړي.
ده د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې ډلې د جوړېدو په اړه وویل چې له بهرنیو چارواکو سره څو ناستې شوې دي او د دې ډلې د جوړېدو هرکلی شوی. ده زیاته کړه چې موږ په نږدې راتلونکي کې د سولې بهیر د ملاتړې ډلې د لومړنۍ ناستې جوړېدو ته د چمتووالي په پړاو کې یو.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعالیتونو په اړه هم وویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو، علماوو او نورو پاړکو د ګډون لپاره هم پر جوړښتونو کار روان دی او د سولې بهیر د پرمخ وړلو لپاره د حکومت وړتیاوې او چمتووالي د ډېرېدو په حال کې دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې حکومت د دوحې د خبرو پایلو ته د ښې تمې تر څنګ خپله هم د سولې لپاره هڅې کوي او د افغانستان دولت له طالبانو سره تر مستقیمو خبرو پیلېدو وړاندې د تاوتریخوالي پر درېدو ټينګار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر له سیاسیونو سره خپلو وروستیو لیدنو ته د اشارې تر څنګ وویل چې افغانان د سولې په بهیر کې د نورو مسایلو په پرتله ډېر یووالی لري.
په دې لیدنه کې نیکلاس کې په کلیو او ښارونو کې د افغانستان د خلکو سولهغوښتنې ته په کتو سره هیلهمندي وښوده او ویې ویل چې باید د نشهيي توکو له تولید او قاچاق سره مبارزه وشي.
ده د ناټو د غړو راتلونکې ناستې ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځواکونو حضور د هغه مأموریت له مخې دی چې پر غاړه یې دی او همدارنګه ناټو به د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې همکاره وي.
