د افغانستان د جګړې قربانیانو ملي کمیټې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۴۸
smp

د افغانستان د جګړې قربانيانو ملي کمیټې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې، چې د کمیټې غړو او د جګړې يو شمير قربانیانو پکې برخه اخیستې وه، د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او  سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د افغانستان د جګړې قربانيانو ملي کمیټې رئیس ، مسعود صافي د دې کمیټې د رامنځته کېدو د موخې په اړه وویل دا کمیټه د جنګ قربانیانو د حقونو دفاع کولو، سولې، جګړې د ختمولو او د ملي مصالحې عالي شورا او د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي ته ستونزو رسولو په موخه رامنځته شوې ده.
 هغه وويل، د تاوتريخوالی په زياتیدو، د جګړې د قربانيانو ستونزې هم د زياتېدو په حال کې دي او د جګړې قربانيان ټنګار کوي، د جګړې خواوې بايد تاوتريخوالي ته د پاي ټکی کېږدي.
هغه ټینګار وکړ، چې د جګړې اړخونه باید پوه شي، چې جګړه د حل لاره نه ده او تاوتریخوالی باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسيږي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د سولې په مذاکراتو کې باید د جنګ قربانیانو غوښتنو او حقونو ته جدي پاملرنه وشي.
ددغې مطبوعاتي کنفرانس په جريان کې، د جګړې د قربانيانو ملي کميټې مرستيال حبيب الرحمن باشي، ددې کمېټې اعلاميه ولوستوله.
د کمیټې په اعلاميه کې په سمدستي او دايمي اوربند تاکيد شوې او وايي چې دواړه خواوې دې د تاوتریخوالي د بندولو او تلفاتو د مخنیوي لپاره د لوی اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.
د ملکی تلفاتو مخنیوی، د جنګی بندیانو ساتنه، په جنګي سيمو کې د اوسېدونکي د کورنو ساتنه، په جګړه کې د  سیمو اوسېدونکو  د کورونو څخه ګټه نه اخېستل، دولتي دفترونو او عامه تاسیساتو ته زیان نه رسول، او د خلکو پر وړاندې د اقتصادي بندرونو او لویو لارو نه بندول، د دغې اعلاميې مهم ټکي دي، چې پر ټينګار شوي دی.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د جګړې د قربانيانو ملي کميټې ټول غړي له ۳۴ ولايتونو څخه په ازاد ډول ټاکل شوي او سولې په چارو کې د دولت وزارت، د سولې په پروسه کې د جګړې د قربانيانو ګډون د پياوړي کولو په موخه د دوي د فعاليتونو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه