د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان د ملي شورا له یو شمېره ښځینه غړو سره ناسته وکړه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د مشر په ګډون د ښځینه غړو او د ملي شورا د یو شمېر ښځینه غړو ترمنځ د مشورتي ناستې کوربه و.
دغه ناسته چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ او د حبیبې سرابي، فوزیې کوفي، شریفې زرمتۍ او د ملي شورا د یوولسو ښځینه غړو ترمنځ جوړه شوه، د سولې پر وړاندې په شته خنډونو او له دغو خنډونو څخه په تېرېدو، د سولې په بهیر کې د ارزښتونو په ساتلو او په دې برخه کې په ټولنیز مشارکت او په دغه بهیر کې د ښځو په سم استازیتوب خبرې او بحث وشو.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ښځو نظرونه او مشورې ګټورې او ارزښتناکې وبللې.
د نوموړي په وینا مطرح شوي نظرونه به په پام کې نیول کېږي او ډاډ یې ورکړ چې هېڅکله به د افغانستان د ښځو او وګړو حقونه او د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې له پامه نه غورځول کېږي.
