د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکوس پوتزل د سولې له هڅو څخه د دغه هېواد ملاتړ څرګند کړ او د افغانستان د سولې په پروسه کې په وروستي پرمختګ یې خوښي وښوده.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې په پروسه کې د آلمان د دایمي همکاریو منندويي وکړه.
