د افغانستان او ترکمنستان د پارلمان ښځینه غړو په آنلاین کنفرانس کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې ګډون

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۱۸
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو مرستيالی مرستیالې ډاکټر عالمې د پارلماني چارو همکاريو د لا پراختيا په موخه  او د افغانستان سولې په روانه پروسه کې د ښځو د رول په  اړه د داوړو هېوادونو د  پارلمان ښځینه غړو په آنلاین کنفرانس کې برخه واخیسته.
دغه کنفرانس په عشق آباد کې د افغانستان  سفارت په همکارۍ جوړ شوی و، چې د افغانستان د پارلمان د بشري حقونو ، مدني ټولنو او ښځو چارو کمیټې غړو،  د ترکمنستان پارلمان ښځینه غړو، د ملي مصالحې عالي شورا مرستيالې زهره مطهر احمدزۍ او د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينه پکې ګډون درلود.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو مرستيالې ډاکټر عالمې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، چې د دې ځواکونو وتل د افغانانو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي. هغې دا هم وویل چې د افغانستان خلک دوامداره سوله غواړي او سولې او د خپل هیواد راتلونکي په اړه به خپله پریکړې وکړي.
ډاکټر عالمي وويل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې خبرو لپاره ښه نیت لري او د اوسنيو ستونزو حل يواځينۍ لار سوله او تفاهم  يادوي.
هغه یو باثباته افغانستان ته د رسیدو لپاره د جیوپولیټیکي او سیمه ائیزو اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د دوست هیواد ترکمنستان له همکاریو ځانګړې مننه وکړه.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینه صافي هم په اقتصادي، امنیتي او بيلا بېلو برخو کې د ترکمنستان  هېواد له همکاريو مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې افغان حکومت په تیرو پنځو کلونو کې سیمه ییزو اړيکو  برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغې وویل، د سیمه ائيز اړيکو له لارې په سیاسي ، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د دواړو هیوادونو میرمنو ترمنځ ښې اړیکې رامینځته کیدلی شي  او د خبرو اترو دا لړۍ به د سولې او راتلونکو پلانونو په جوړولو کې اغیزناکه ثابت شي.
بیا د ترکمنستان پارلمان د بشري حقونو او آزادیو د ساتنې د کمیټې غړې ګوجیا آیشات محمد دردایوف د افغان میرمنو سره د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او د تیرو دوه لسیزو په اوږدو کې یې د دوي لاسته راوړنې مهمې او بسټيزې و بللې.
د افغانستان د پارلمان د بشري حقونو ، مدني ټولنو او د ښځو چارو کمیټې رییسې  ناهيد فرید د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سر وویل چې د نړۍ او په ځانګړې توګه سیمه ائيزو هېوادنو کې د پارلماني پروګرامونو جوړول د یووالي او همغږۍ په جوړولو او په تیرو دوه لسیزو کې د افغان میرمنو لاسته راوړنو په ساتلو کې ډير ګټور ثابتېدلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه