د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا د اهمیت پر کنفرانس ټینګار وشو

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۹:۵۲
SMP

په کابل کې د اندونیزیا له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستر سلاکار په لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا د اهمیت پر کنفرانس ټینګار وشو.

په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې دغه کنفرانس یو نېک اقدام دی او د دغو اړیکو پیاوړتیا کولی شي د سولې په پروسه کې د علماوو د رول موثریت زیات کړي.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر عارف‌رحمان د سولې پروسه د افغانانو لپاره یوه ملي او له ارزښت ډکه پروسه وبلله او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د خپل هېواد د هر اړخیزې همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.

د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا کنفرانس د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو. ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې دغه کنفرانس د اندونیزیا په پلازمېینه جاکارتا کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه