د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اوربند لپاره کلکې هڅې کوي
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې په دویمه ناسته کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د اوربند لپاره کلکه هڅه کوي او په دې برخه کې د سیمې او نړۍ پر بسیج کار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دې ناسته کې چې د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټې د غړو بنسټونو د استازو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې جوړه شوې وه، وویل چې د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د کار تر څنګ هممهاله د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د بشردوستانه اوربند کېدو او جګړې درېدو ته اړتیا ده. ده د خبرو په دوام وویل: اوربند به موږ ته دا فرصت راکړي چې تر جګړې لاندې سیمو ته مرستې او خدمات ورسوو.
ده ټینګار وکړ چې حکومت باید د کرونا ویروس د خپرېدو تر اغېز لاندې نوې فضا ته چمتو وي او ادارې هم باید په چټکۍ سره کار وکړي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي ټیم خپل کار پیل کړی او د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه د دغه ټیم د معلوماتي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اقدام کوي.
همدارنګه په دې ناسته کې د مذاکرهکوونکي ټیم مشر معصوم ستانکزي وویل: پر داسې ټولګه کار روان دی چې بشري مرستې، د مذاکراتو لپاره زمینهجوړونه او د اوربند تطبیق پکې شامل دي.
همدارنګه ده زیاته کړه چې د افغانستان د ناورین ختمولو لپاره پر لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو کار کېږي.
همدارنګه په دې ناسته کې د کمېټې د غړو بنسټونو استازو د طالب بندیانو د خوشي کولو پر اجراآتو، تر سولې وروسته د پرمختګ لپاره پر پلانجوړولو او د افغانستان د ستراتېژيکې پراختیا په ملي پلان کې یې پر شاملولو، تر جګړې لاندې سیمو ته د مرستو رسولو پر پروګرامونو او د کډوالو د بېرته راستنېدو د پلان پر پراختیا خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه د سولې بهیر د بېلابېلو اړخونو په اړه د تصمیمونو په نیولو کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې د دیارلسو دولتي بنسټونو په غړیتوب سره جوړه شوې ده.
