د اسلامي وحدت ګوند له مشر استاد کریم خلیلي سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري نن له غرمې وروسته د اسلامي وحدت ګوند له مشر، د جمهور رئیس له پخواني مرستیال او د سولې عالي شورا له پخواني رئیس استاد کریم خلیلي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې پروسې او دوحې مذاکراتو پر وروستیو جزئیاتو خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په هېواد کې د سولې لپاره د ملي اجماع پر پیاوړتیا کې د جهادي رهبرانو او سیاسي مخورو رول ارزښتناک وباله او د دوحې مذاکراتو د چټکتیا او بریا لپاره یې د استاد خلیلي وړاندیزونه واورېدل.
