د استرالیا له نوي سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۲:۵۴
Australia

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د استرالیا له نوي سفیر جیف توت (Geoff Tooth) سره تعارفي لیدنه وکړه. 
په دغه لیدنه کې د استرالیا نوي سفیر د افغانستان د سولې له پروسې څخه د دغه هېواد د حکومت او خلکو ژمنتیا او ملاتړ څرګند کړ. د استرالیا نوي سفیر د سولې په چارو کې د دولت وزیر ته د سولې په اړه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ژمنې پیغام ورساوه او ټینګار یې وکړ چې په دغه هېواد کې مېشت افغانان د سولې او بین‌الافغاني خبرو اترو هر اړخیز ملاتړ کوي. 
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې له پروسې څخه د استرالیا له ملاتړ مننه وکړه. نوموړي همدا راز د لوړو زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه