د استانبول په ناسته کې د ښځو پر ګډون بحث وشو

a.zia
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۵:۳۲
Smp


د ملي مصالحې عالي شورا د ښځینه غړو، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو د معینیت او د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او او سلاکارانو تر منځ د استانبول په راتلونکې ناسته کې د ښځو پر ګډون بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې په دې ناسته کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د استانبول په ناسته کې د ښځو د ګډون تسهیلولو لپاره د دغو ناستو سکرتریت پر غاړه لري.
دې زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ملي مصالحې عالي شورا او د مذاکره‌کوونکي پلاوي د ښځینه غړو په همکارۍ د استانبول په ناسته کې د ښځو د معنادار حضور لپاره پر طرحو او پلانونو کار کوي.
د ناستې ګډونوالو دې ته په کتو سره چې د ټولنې نیم نفوس ښځې جوړوي، د ترکیې په ناسته کې د ښځو پر ګډون او معنادار حضور بحث وکړ. دوی په دې برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د نورو جوړښتونو پر هڅو پراخولو او ونډه اخیستلو ټینګار وکړ.
همدا راز د سولې په بهیر کې د ښځو د معنادار ګډون د خوندي کولو لپاره د رسنیو او د افغانستان د سولې بهیر د بهرنیو ملاتړو د رول پر اهمیت خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه