د اروپا د سولې انستېتیوت د سولې په بهیر کې لا ډېرې تخنیکي همکارۍ کوي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د اروپا د سولې انستېتیوت له ستر سلاکار پاتریک د وریس سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په بهیر کې د اروپا د سولې انستېتیوت د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه انستېتیوت همکارۍ اغېزناکې وبللې او د دغو همکاریو د دوام لپاره یې د هغوی له لېوالتیا ښودلو مننه وکړه.
په پای کې هوکړه وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د لا ډېرو تخنیکي همکاریو لپاره دې کار وشي.
