د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د سولې په تړاو د حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت له هڅو څخه د دغې ټولنې ملاتړ څرګند کړ او د سولې د هڅو همغږي کولو لپاره خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د هیلهمندۍ په ښودلو سره د نړیوالې او اروپايي ټولنې د دوامدار ملاتړ مننه وکړه.
