د اروپایي ټولنې له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اروپايي ټولنې له سفیر او د پلاوي له مشر پیري مایدون سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې د وروستیو پېښو او سولې د پروسې په اړه خبرې اترې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د افغانستان د سولې له پروسې څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر له ښاغلي مایدون څخه په مننې سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
