د «اوربند لپاره تصویر» تر سرلیک لاندې نندارتون جوړ شو
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې د یو شمېر نوموتو عکاسانو او نقاشانو، هنرمندانو او رسنیو په حضور سره د «اوربند لپاره تصویر» تر سرلیک لاندې نندارتون جوړ شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال عبدالله خنجاني د دغه نندارتون په پرانیسته کې د سولې جوړونې په برخه کې د دغه وزارت د کړنلارې او د فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو پر اړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي خنجاني وویل، دغه نندارتون د ناخوالو او زیانونو د نندارې ته وړاندې کولو، د سولې د خوښۍ او امنیت د فضا انځورولو او دغه راز د همدلۍ او آبادانۍ د دودولو په موخه جوړ شوی تر څو وښيي چې سوله د افغانستان د خلکو لپاره څومره اهمیت لري او همدا راز جګړه د خلکو لپاره څومره درنه پرېوتي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کنفرانسونو، اېونټونو او پروګرامونو رئيس عبدالعزیز حیدري هم وویل چې وزارت د دغه نندارتون او ورته نورو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي د سولې د خبرو اترو لپاره د همدلۍ او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو فضا جوړه کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي رئیس سید ضیاء دانش د سولې په برخه کې د فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل دا چې هنري آثار د خلکو په روحیه تلپاتې اغېزې لري له همدې امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره د سولې د جوړولو او د سولې منلو پر ترویج تمرکز وکړي.
د یادولو وړ ده چې دغه نندارتون په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU)، د ډېموکراسۍ او بشري حقونو د مؤسسې، د افغانستان د اساسي حقوقو د څار مؤسسې او میدیوتیک په همکارۍ جوړ شوی و.
