دیني عالمان به د سولې په بهیر کې پراخه ونډه ولري
یو اتیا تنه علمای کرامو چې نرینه او ښځې دواړه پکې وو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه مشورتي ناسته کې په ګډون سره د دولت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ وکړ او په دغه بهیر کې یې د خپل پراخ حضور خبر ورکړ.
د دغې ناستې په پرانیسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د سولې په برخه کې د حکوت د هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې سوله دا مهال د افغانستان اسلامي جمهوریت یو له مهمو لومړیتوبونو ده او اړتیا ده چې له بېلابېلو پاړکو سره سلا مشوره وشي او د هغوی د نظرونو په رڼا کې د سولې بهیر پر مخ یوړل شي.
ښاغلي بالاکرزي د خلکو، سیاسیونو او سولې اړوندو جوړښتونو د انسجام او نظرونو د توحید پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل اړینه ده چې د سولې په مذاکراتو کې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره واحد او منسجم نظر رامنځته شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال د سولې په بهیر کې د علماوو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د علمای کرامو نظرونه د مشورتي ناستو په اړه کې توحید او له چارواکو سره شریکیږي.
له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار عبدالرحمن هوتک وویل چې د جګړې مخنیوی د ټولو افغانانو مسؤولیت دی؛ خو په دې برخه کې د علمای کرامو رول لا ډېر اغېزناک دی.
ښاغلي هوتک په دې په ټینګار سره وویل چې علما تل په ټولنه کې لوړ ځای لري او خلک یې تل لارښوونو ته پام کوي نو علما دې د سولې او سولې غوښتلو د روحیې په ترویچ کې ځانونه ثابت کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار همدا راز وویل چې علما کولی شي د سولې بهیر د لا ښهوالي لپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه شریک کړي او زموږ په اسلامي هېواد کې د تلپاتې، باعزته او عادلانه سولې راوستلو لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکار شي.
ورپسې ګډونوال په پنځو کاري کمېټو ووېشل شول او د مطرح شوو پوښتنو په اړه یې بحثونه وکړل. په پایله کې بحثونه توحید شول او د هرې کمېټې د رئیسانو لهخوا عمومي ناستې ته وړاندې شول.
علمای کرامو د قرآن شریف په آیتونو او نبوي (ص) حدیثونو په استناد سره په اسلامي ټولنه کې د سولې او ټیکاو راوستل یوه اړینه چاره وبلله او ویې ویل چې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
هغوی په سولې بهیر کې د خپل پراخ حضور غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې علما کولی شي د دیني پوهې پر مټ د سولې په مذاکراتو کې اغېزناک رول ولوبوي.
دوی همدا راز د مشورتي ناستو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل د ناستو پایلې دې له اړوندو چارواکو سره شریکې شي.
د دغې ناستې په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د ګډونوالو د حضور او حوصلې مننه وکړه او ويې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له علماوو سره په دغې ناستې بسنه نه کوي او د علماوو د نظرونو اخیستلو لپاره به دا ډول ناستې دوام لري.
نوموړي د سولې بهیر پېچليوالي ته په اشارې سره وویل چې په دغه بهیر کې باید سنجیده او با حوصله مخکې ولاړ شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار عبدالرحمن هوتک هم وویل چې وزارت به د ارتباطي پل رول ولوبوي او د علماوو وړاندیزونه او نظرونه به له اړوندو چارواکو سره شریک شي. نوموړي زیاته کړه دا چاره هغه مهال شونې ده چې علما په منسجم ډول عمل وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش هم د سولې په بهیر کې د علماوو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې علما به د سولې بهیر بریالی کړي؛ ځکه هغوی د جګړې له زیانمنو دي او نړیوالې تجربې ښيي چې کله د جګړې زیانمن د سولې په بهیر کې ښکېل وي او ټولنه یې د بهیر ملکیت په غاړه ولري داسې بهیرونه بریالي کېږي.
ښاغلي سروش زیاته کړه چې د حاضرو علماوو نظرونه او لیدلوري ارزښتناک دي او د سولې له بهیر سره مرسته کوي. دغه ناسته د سولې بهیر په اړه له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو پر دوام جوړه شوې وه.
