دیني عالمان او د جوماتونو امامان به د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د هوتخېلو کلي د عالمانو په بلنه له یو شمېر عالمانو او د جوماتونو له امامانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د هوتخېلو کلي د حاجي هزارګل جومات امام الحاج مولانا محمد یوسف حقاني په هېواد کې د سولې د ټینګښت اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت او دیني عالمان باید په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره همغږي شي.
ده ټینګار وکړ چې دا مهال د یوې داسې سولې راوستل چې ټولې ډلې پرې قانع شي، د بلې هر موضوع په پرتله د افغانستان د خلکو لویه اړتیا ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له دغو عالمانو او د جوماتونو له امامانو مننه وکړه او ویې ویل چې سولې ته د رسېدو یوه لاره د اسلامي او دیني اړتیا په توګه د جوماتونو له منبرونو څخه د سولې پیغام شریکول دي. ده وویل چې دا کار اسلامي ټولنې د بریالیتوب لوري ته بېولی شي.
ښاغلي څرګند وویل، موږ غواړو چې عالمان او قومي مشران په دې برخه کې چمتو کړو او د عملي کېدو لپاره به یې هڅې وکړو.
په پای کې د جومات امام الحاج مولانا محمد یوسف حقاني ته د سولې بیرغ د سولې د سمبول په توګه ورکړل شو.
