حکومت د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت څرنګوالی په پوره ډول څاري

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۲۲
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې د بهیر په اړه د سیاسي اجماع د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره هڅو ته په اشارې سره وویل چې حکومت د افغانستان د سولې بهیر په داسې ډول مدیریت کوي چې له نورو سیاسي موضوعاتو اغېزمن نه‌شي.
همدارنګه ده وویل چې حکومت د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت څرنګوالی په پوره ډول څاري.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د خبرو اترو پر اړوندو مواردو په جدي ډول کار کوي او همدرنګه د سولې بهیر د پر مخ وړلو لپاره اړین جوړښتونه د جوړېدو په حال کې دي.
عبدالسلام رحیمي وویل چې د سولې بهیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر مشرۍ لاندې دی او د خپلو شته صلاحیتونو له مخې کار کوي.
رولانډ کوبیا د اروپايي ټولنې په استازيتوب د سولې په بهیر کې د پرمختګونو هرکلی وکړ او اروپايي ټولنه یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړې وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه