تحصیلي بنسټونه سولې ته د رسېدو په چاره کې مهم رول لري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د شهید استاد برهانالدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون له رئیس ډاکټر ذبیحالله اسدي سره په هېواد کې د سولې د ټینګښت د اړتیا او سولې او پخلاینې ته د رسېدو په چاره کې د تحصیلي بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي څرګند د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو تر منځ د سولې خبرې اترې جوړول د سولې د بهیر تر ټولو اړین پروګرام وباله او ټینګار یې پرې وکړ.
د شهید استاد برهانالدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ډاکتر ذبیحالله اسدي ټینګار وکړ چې سوله د افغانستان د خلکو یوه حیاتي اړتیا ده او ویې ویل چې د ټینګښت لپاره یې باید د ټولنې هر غړی خپل رول ادا کړي.
ښاغلي اسدي «د سولې مطالعات» په نامه د ماسټرۍ پروګرام د وړاندیز په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا پوهنتون په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
همدارنګه ده د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په ګډه د سولې بهیر په اړه د بېلابېلو سیمینارونو جوړولو ته هم د دغه پوهنتون چمتووالی څرګند کړ.
